Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کانونو او پټرولیم وزارت: د لوګر میس عینک کان پروژې چارې به ژر پیل شي

کانونو او پټرولیم وزارت: د مس عینک کان کېندنې عملي چارې پيل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/24

د کانونو او پټرولیم وزارت له پنځلس کلن ځنډ وروسته د مس عینک کان د کېندنې عملي چارو د پيلدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، د دې کان کېندنې عملي چارې  به د روانې اوونۍ په پای کې کې پیل شي، چې د قراداد له مخې، به مسووله کمپنۍ د پروسس ۱۰۰ سلنه چارې د شویو هوکړو پر اساس ترسره کوي.

د افغان په خبره، د لوګر ميس عينک کان د چارو په پیل سره به شاوخوا ۱۳ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي .

هغه زیاتوي:« له کلونو ځنډ او انتظار وروسته د اسلامي امارت پرله پېسې هلو ځلو د هېواد سترې اقتصادي پروژې مس عینک عملي چارې به سبا د یوې ناستې په لړ پیل شي. د نړۍ پرکچه د مسو ستر کان چارې به د هېواد ملي ګټو پر اساس او د قراردادي کمپنۍ له پخوانیو ژمنو سره سم پیل شي. د مس عینک پروژې سره به یو لوی اقتصادي تحرک رامنځته شي او ۳ زره هېوادوالو ته په مستقیم ډول او ۱۰ زره هېوادوالو ته به په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه پیدا شي.»

د مس عینک کان تړون د ۳۰ کلونو لپاره  له ایم.سي.سي چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شوی و، خو د مخکېني حکومت پر مهال په دې سیمه کې د لرغونو اثارو د موندلو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله یې د کېندنې چارې نه وې پیل شوې.

په ورته مهال اقتصاد وزرات وایی، د مس عینک کان کنېدنه به په هېواد کې یو ستر بېخ بینايي اقدام وي، چې د  ملي اقتصادي پیاوړتيا په برخه کې به ګټور تمام شي.

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان، د مس عینک کان د عملي کار پیل د هېواد اقتصادي ودې لپاره  ښه ګام بولي، خو دې د دې کان کېندنې پر وړاندې د پخوانيو ستونزو د حل تمه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي:« د افغانستان طبیعي زیرمې په هر وخت کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره موثرې تمامېدی شي. دا په هغه وخت کې ممکنه ده، چې د دغو کانونو ښه مدیریت وشي او په دغو برخو کې نورې پانګونې  وشي. دا چې په دې وروستیو کې د مس عینک د بیا کېندنې یا په دغه برخه کې د کار شروع کېدو هڅې روانې دي، دا یو مثبت پیل دی.»

د مس عینک کان د کابل سویل ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې په نړۍ کې د مسو دویمه لویه زیرمه ده او د افغانستان د طبیعي شتمنیو یوه لویه سرچینه ګڼل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist