د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د هوا له ګرمېدو سره هم مهاله د اور لګېدنې پېښې زیاتې شوي چې ګڼ مالي زیانونه يې اړولي دي.
په همدې حال د بلخ اور وژنې مدیریت مسوولین وایي، د روان کال له پیله تر دې مهاله يې د اور لګېدنې شاوخو۴۰ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې خلکو ته شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
دوی ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اور لګېدنې پېښو مهارولو په موخه به خپلې هڅې لا پراخې کړي.
د بلخ اطفايې مدیر عبدالمؤمين فیاض وايي: « د ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه ۴۰ د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوې چې تخمیني زیان یې شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ او له پنځو میلیونو زیات مالونه او اجناس له دې پېښو ژغورل شوې دي.»
د بلخ اطفايې مدیریت کارکوونکی شاه محمد تېموري وايي: « موږ ۲۴ ساعته نوکریوالي لرو او د نوکریوالۍ ترڅنګ زموږ موبایلونه هم تل ۲۴ ساعته فعاله دي، د سیمې له اوسېدونکو مو هیله دا ده چې کله د اور لګېدنې پېښه رامنځته کېږي؛ نو پر وخت موږ ته خبر راکړي. یو شمېر خلک دي چې زیاتره وخت لومړی خپله د اور وژنې هڅه کوي او کله چې بریالي نه شي او اور له کنټروله بهر شي نو بیا اطفایې یا اړونده حوزې ته احوال ورکوي چې په دې توګه وخت ډېر ضایع کېږي او موږ پر وخت رسېدنه نه شو کولی، زموږ شمېرې تل فعالې دي، ۱۰۱ شمېره وړیا ده او تل فعاله وي.»
په همدې حال کې د مزار شريف یو شمېر ښاریان د اور لګېدنې د پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي او د مخنیوي لپاره يې له مسوولینو د جدي اقدام غوښتنه کوي.
دوی همداراز پر نورو ښاریانو هم غږ کوي، څو د اورلګېدو پر مهال د اور وژنې ټیم سره په اړیکه کې شي.
د مزار شريف ښار یوتن اوسېدونکی قدرت اتل وايي: « د ګرمۍ موسم دی او د اور لګېدنې خطر زیات شوی؛ نو د اطفایې له مدیریته مو غوښتنه دا ده چې د اورلګېدنې پېښې ته ژر تر ژره ځانونه ورسوي، د زیانونو مخه ونیسي، څو د اور خطر لاپسې زیات نه شي او بله دا چې خپله شمېره د ښار په ټولو سیمو کې نصب کړي څو هر څوک ورته لاسرسی ولري او د اړتیا پر مهال ورسره په اړیکه کې شي.»
د مزار شريف ښار یو بل اوسېدونکی سید سجاد موسوي وايي: « په مزارشریف ښار کې نفوس مخ پر زیاتېدو دی او له بده مرغه ګورو چې هره ورځ د اور لګېدنې پېښې رامنځته کېږي؛ نو د اطفایې له مدیریت او ښاریانو غواړو چې د عامه پوهاوي برخه کې اقدام وکړي او د اورلګېدنې پر مهال ژر تر ژره له اطفایې سره په اړیکه کې شي، د مرستې غوښتنه وکړي او اطفایه هم باید پر وخت ځان ورسوي او پېښه مهار کړي.»
له دې ټولو سره سره د بلخ اور وژنې مدیریت د روان کال په لړ کې د رامنځته شیوو ۴۰ اورلګېدو پېښو کې د ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت له سوځېدو د ژغورل شويو توکو خبر ورکوي.