Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روسيې ولسمشر له اسلامي امارت سره د اړيکو ټينګول اړتيا بللي

پوتین: له ترهګرۍ سره د اسلامي امارت مبارزه ستایو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/06

له تېرو درېیو کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ هېوادونو پوځي او سیاسي چارواکي ادعا کوي، چې د افغانستان په خاوره کې وسله‌والې ډلې فعالې دي، هغه ادعاوې چې اسلامي امارت لوړو پوړو چارواکو په کراتو رد کړې او ویلي يې دي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي او یا يې له خاورې چاته ګواښ پېښ کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکاریو سازمان سرمشريزې ته ویلي، اسلامي امارت يې د ترهګرۍ ضد جګړې کې کلک متحد دی او له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره يې د شانګهای همکاريو سازمان د تماس ډلې د فعالیت پر بېرته پیلولو ټینګار کړی.

پوتین زیاتوي: « موږ باید دا ومنو، چې طالبان په افغانستان کې واک په لاس کې لري او له دې پلوه طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ متحدین ځکه دي، چې ثبات ته لېواله دي. زه ډاډه یم، چې طالبان هم لېواله دي، چې په افغانستان کې دایمي ثبات راشي، ارام وي او د خاصو قوانینو تابع وي او موږ په کراتو کراتو د طالبانو لخوا داسې نښې ترلاسه کړې، چې دوی له موږ سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې کار کولو ته چمتوو دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي،  اسلامي امارت له تېرو درېیو کلونو راهیسې دا ثابته کړه، چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد نه کارول کېږي او په یاده موده کې يې دا هم وښوده، چې د داعش خراسان څانګې پر ضد یې بریالۍ مبارزه کړې او نړۍ هم دا وقعیت درک کړی.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدی ځاځی وايي: « اسلامي امارت له ترهګرو سره مبارزه کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې دلته ترهګریز فعالیتونه وکړي، دا په دې مانا چې نړیوالو سره به اړیکې نورې هم ښې شي، سیاست، اقتصاد او ډیپلوماسي به نوره هم د ثبات په لور لاړه شي، د روسیې او افغانستان ترمنځ اړیکې به نورې هم پیاوړې شې او نورو هېوادونو ته به هم اسلامي امارت د اعتبار وړ حکومت وګرځي.»

ځېنې نور بیا وایي، روسیه که له سرپرست حکومت سره د ښو اړیکو ټینګولو هڅه کوي، نو د سرپرست حکومت چارواکي دې د ترهګرۍ له لیست وباسي او اوسنی حکومت دې پر رسمیت وپېژني.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د پوتین  خبرو په اړه باید ووایم چې همدغه روسیه یو غوڅ تصمیم او پرېکړه د افغانستان په اړه نه لري، تاسې به خپله د خبري رسنیو له لارې اورېدلي وي چې دفاع وزیر یې څه وايي، کابلوف څه وايي او د بهرنیو چارو وزیر یې څه وايي. هغه وخت د دغه هېوادونو خبرې د منلو وړ دي چې د افغانستان په هکله خپل دوه مخي سیاست ته نوره ادامه ور نه کړي او غوڅ تصمیم باید ونیسي او یا یې باید په رسمیت وپېژني او یا دې نور د خبرو له لارې د افغانستان په برخلیک او د دې هېواد پر ولس لوبې نه کوي.»

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف هم د شانګهای همکاريو سازمان په سرمشريزه کې ويلي، چې له افغانستان سره د دې سازمان د تماس ډلې فعالیت دې بېرته پيل شي او ډاډه دي، چې له کابل سره ډیالوګ به د ټولې سیمې امنیت او اقتصادي پراختیا مساله ډاډمنه کړي.

اسلامي امارت د روسیې ولسمشر څرګندونې ستایي او وایي، په افغانستان کې امنیت او ثبات رامنځته شوی او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې فزیکې حضور نه لري او نه به ورته اجازه ورکړي، چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر  سهېل شاهین وايي: « موږ د روسیې د ولسمشر پوتین د دې خبرو هرکلی کوو چې وايي، له افغانستان سره د شانګهای سازمان د اړیکو ‌ډلې د بیا پیل ملاتړ کوي. څنګه چې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس په سترو قربانیو خپلواکي ترلاسه کړې، باید د ملګرو ملتونو په شمول په ټولو سازمانونو کې چې هلته ګډون د افغانستان حق او اړین دی، د اسلامي امارت استازو ته ځای ورکړل شي. غواړم ووایم چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د اشغال په وخت کې یوې خوا ته د افغانستان د خپلواکۍ لارویان وو او بلې خوا ته د اشغال ملاتړي وو، هغه څوک چې د خپلواکۍ په لاره کې یې هلې ځلې کړي او د هر قوم او ملت څخه وو، هغوی اوس په حکومت کې شتون لري.»

د دې ناستې په پای کې د شانګهای سازمان غړيو هېوادونو ولسمشرانو په یوې ګډې اعلاميې کې ټینګار کړی، چې د افغانستان په حکومتي چوکاټ کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو ګډون په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ضمانت کوي او دغه راز د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره د ترهګر او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې او نورو اقتصادي برخو کې همکارۍ ته تیار دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist