د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.ایچ.او) راپور ورکړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د می میاشتې تر ۲۶مې نیټې په ۱۹ هېوادونو کې د کولرا ۴۶ زره ۳۶۴ پيښې ثبت شوي چې د احصایې له مخې ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د هغو هېوادونو نوملړ چې د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې لري، زامبیا، زیمبابوې، پاکستان او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت دی.
د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د هغو هېوادونو سر کې دی چې هاد یا اسهالاتو ناروغۍ له ا مله په کې ۲۵ کسان مړه شوي.
د راپور یوه برخه:« د۲۰۲۴ کال د مې تر۲۶ پورې ۴۶زره ۳۶۴ د کولرا ناروغۍ پېښې په ۱۹ هېوادونو او سیمو کې ثبت شوي دي ،چې له مخکېنۍ میاشتې ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي ، په ثبت شویو پېښو کې د افریقا په ۱۴ هېوادونو کې ۱۲زره ۵۰۴ ، افغانستان کې د هاد یا اسهالاتو ۱۳۴۵۱ او پاکستان کې هم څه باندې ۱۳ زره پېښې ثبت شوي دي »
راپور کې راغلي، چې دا ناروغي په افریقا، امریکا، سویل ختیځې آسیا او اروپا کې هم لیدل شوې ده خو د ختیځې مدیترانې سیمه د کولرا ترټولو زیاتې پیښې لري.
د راپور له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې ۱۶ هېوادونو د واکسینو ۹۲ میلیونه دوزه غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې پرتله نږدې دوه برابره ده.
د راپور یوه برخه:« له یونېسف او نورو نړیوالو روغتیايي بنسټونه سره په ګډه کار کوو، تر څو ددې ناروغۍ د کچې راکمولو او مخنیوي لپاره په اغېزمن شویو هېوادونو کې د مرستو او واکسین دوزونه زیات کړي.»
بلخوا ډاګټران ددې ناروغۍ مخنیوي لپاره حفظ الصحه ، پاک خواړه او په کافي اندازه له مایعاتو ګټه اخیستل مهمه بولي.
دوی له نړیوالو روغتیايي بنسټونو غواړي چې افغانستان سره په روغتیايي برخه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي ، د دوی په خبره چې نړیوال مرستندویه سازمانونه دې روغتیايي مرستې له سیاست سره نه تړي.
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیا سازمان راپور په تړاو وضاحت کې ویلي، چې افغانستان کې د کولرا کومه مثبته پيښه روغتیا وزارت سره نه ده ثبت شوې او روغتیا وزارت د ساري ناروغیو سره په ګډې مبارزې باور لري او هڅه کوي د روغتیا برخه کې د نړیوالو همکارانو سره پر ګډه د ساري ناروغیو په کنټرول کار وکړي چې دا برخه لا ډېر ګډ کار او مبارزې ته اړتیا لري.