په هلمند ولایت کې د بست لرغونې کلا چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او د تاریخ پوهانو په خبره یاده کلا د نوشیروان عادل په زمانه کې جوړه شوې.
د هلمند اوسېدونکی وایي، د بارانونو اوبو او د یو شمېر سیلانیانو بي غوری بست کلا زیانمنه کړي او که د یادې کلا رغېدو ته پاملرنه ونه شي د وېجاړېدو له ګواښ سره به مخ شي.
د هلمند یو تن اوسېدونکی عزت الله وايي:« موږ نن دلته د مېلې لپاره راغلي یو، اوبو لاندې کړې وه، که پاملرنه ورته ونه شي، نو نوره به هم خرابه شي. د باران اوبه ورغلې وې، دوه یا درې ځایه یې نړولي هم ول.»
د کندهار اوسېدونکی ګل احمد وايي:« له دولته مو غوښتنه دا ده چې داسې پاملرنه ورته وکړي، لکه ځانګړو ځایونو ته. نو دا هم باید داسې ورغول شي، لکه د پلار او نیکه تاریخ چې را ژوندی کړي. دا داسې یو تاریخي ځای دی چې د ولایت یا دولت پر سطحه یو ځای دی.نو باید دې ته نورو ځایونو ډېره پاملرنه وشي او ورغول شي. »
د هلمند اوسېدونکی محمد عوض وايي:« ۷ یا ۸ ساعته د موټر مزل مو کړی او دلته راغلو، یوازې د دې لپاره چې د دې ځای مېنه وال وه. نو له اسلامي امارته مو هم غوښتنه دا ده چې دا ځای ورغول شي او جوړ شي، ترڅو سیلانیان یې لا ډېر شي.»
د هلمند اوسېدونکي همدا راز دغې کلا ته د راتلونکو سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه هم کوي.
د بست تاريخي کلا په اړه د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي، پلان کې لري چې روان کال کې یاده کلا ورغوي او په راتلونکي کې هم ورته پاملرنه ډېره کړي.
د مسوولینو په خبره، د بست کلا بیارغونه د حکومت په لومړیتوبونو کي ده او بیارغونې ته یې ځانګړي پلانونه لري.
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر سلطان محمد حنیف وايي:« انشاء الله چې بودیجه تصویب شي، د دې بیارغونې چارې به یې بېرته پیل شي، کومو ځایونو باندې یې چې کار درېدلی دی، کار به پرې شروع شي. انشاء الله موږ هېله لرو چې روان ۱۴۰۳ کال کې یې چارې بشپړې شي.»
هلمند کی لسګونه تاريخي سیمې شتون لري چي له ډلې یې د سلطان محمود غزنوي د زامنو ماڼۍ، بست کلا ، پیر سبز کلا، ساروان كلا ، د تاغز كلا ، بولان كلا او مختر كلا مشهوري دي، چي د هلمند د اوسېدونکو په خبره که ونه رغول ي لا نورې ډېرې برخې به يې ويجاړي شي .