Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ځي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/29

په غزې کې د بشري جنایت د ارتکاب او د اسرائیلو له لوري د جګړې او نړیوالو اصولو د نقض په تړاو د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له اندېښنو وروسته اوس د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته په ځېنې یادښتونو کې د دې وزرات یو شمېر لوړپوړو کارکوونکو له اسرائیلو سره د امریکا د ملاتړ او پوځي مرستو پر استعمال اندېښنه ښودلې.

په دې یادښتونو کې چې رویټرز خبري اژانس خپاره کړي راغلي، چې ښايي دغه هېواد په غزه کې د حماس ډلې د ځپنې په پلمه له دغو وسلو او د امریکا له ملاتړ څخه ناوړه ګټه پورته کړي او نړیوال اصول یې نقض کړي وي.

د امریکا د ملي امنیت په یوه یادښت کې چې په تېره فبروري میاشت کې د ولسمشر جوبایډن له لوري صادر شوی، له مخې یې انټوني بلېنکن اړ دی چې کانګرس ته په غزې کې د امریکايي وسلو د سمې کارېدنې او د نړیوالو قوانینو د نه نقض په تړاو وضاحت ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر وايي: « په بېلابېلو متضادو موضوعاتو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ګڼو نظریاتو ته غوږ نیسي او په اړه یې فکر کوي.»

له دې سره ویل کېږي چې انټوني بلېنکن چې تازه چین ته تللی، ټاکل شوې، نن دوشنبه سعودي عربستان ته ولاړ شي او هلته به په غزه کې د احتمالي اوربند او د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو د ازادېدو په موخه د دې هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بلېنکن به د خپل دې دوه ورځني سفر په لړ کې په سیمه کې له خپلو شریکانو سره غزې ته د بشري مرستو پر لېږد او اړتیا بحثونه ولري.

مټیو مېلر زیاته کړې: « بلېنکن به په دې سفر کې غزې ته د ترسره شویو لا زیاتو بشري مرستو او دې مرستو ته د لا زیاتې اړتیا پر سر بحث او ټینګار وکړي.»

په ورته مهال حماس ډلې د هغو دوو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو تازه ویډیو خپره کړې، چې یاد کسان له عامو اسرائیلیانو غواړي څو د دوی د ازادېدو لپاره پر اسرائیلي حکومت فشار زیات کړي.

د یادو یرغمل شویو کسانو کورنۍ هم له حکومته غواړي، څو د شاوخوا ۲۵۰ برمته شویو کسانو د ازادېدو لپاره چې د تېر کال د اکتوبر میاشتې راهیسي یرغمل دي، خپل ټول توان وکاروي.

یرغمل شوی کېټ سیګل وايي: « ډېر کله داسې فکر کوم، چې تاسې به موږ پرېښي یاست. زه له لومړي وزیر او نورو چارواکو غواړم، چې په نږدې راتلونکي کې د خبرو اترو لپاره انعطاف وښيي. موږ د دې خبرو اترو د پیلېدا لپاره د ځنډ احساس کوو، چې ښايي ډېر وخت ونیسي.»

د اسرائیلي ځواکونو له لوري په غزه کې د نړیوالو اصولو د نه مراعت او نقض په تړاو، امریکايي چارواکي داسې مهال اندېښنه ښيي چې تېره اوونۍ فلسطیني چارواکو د خان یونس سیمې اړوند د یوه روغتون په انګړ کې په درېیو جلا ډله‌ییزو قبرونو کې ۳۹۲ مړي موندلي وو چې د ډېرو هغو په ځان کې د روغتون جامې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist