افغانستان کې د بشري حقونو نقض په اړه د اندېښنو په دوام سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل په یوه خبرې کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو مساوي حقونه یې د پالیسۍ له لومړیتونو څخه یو مهم اصل دی.
د پټېل په خبره، اسلامي امارت به تر هغه وخته پر رسېمت سره ونه پېژنې چې د ښځو او نجونو حقونه یې نه وي تامین کړي.
هغه زیاته کړې:« هو! موږ ته په افغانستان کې د ښځو او نجونو مساوي حقونه د اصولو بنسټېزه برخه ده ،چې په منظم ډول دغه موضوع له اړونده چینلونو څخه تعقیبوي، د افغانستان د پالیسۍ په تړاو دا مساله د امریکا لپاره یو اساسي فکټور دی او دا هغه څه دي چې موږ ټول باید ورته مسوول واوسو.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
فطرت وايي:« د ښځو حقوقو په تړاو د نړیوالو دغه اندېښنې او ادعاوې بې بنسټه بولو. د افغانستان اسلامي امارت له لوري ښځو ته ټول هغه حقوق چې اسلامي شریعت ورکړي، ورکول کېږي، بله دا چې ښځې د افغاني ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي، دا مهال په بېلابېلو برخو کې ښځې پر کار بوختې دي.»
له دې مخکې هم امریکایي چارواکو ویلي ول، که پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لیري نه شي، د کابل او نړۍ اړیکې به عادي نه شي.
د سیاسي چارو کارپوهان هم د ښځو او نجونو د کار او زده کړو مساله د سرپرست حکومت له کاري لومړیتوبو ګڼي چې باید د شریعت په چوکاټ کې یې حقونه خوندي شي.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د ښځو حقوقو موضوع په حقیقت کې د افغان مېرمنو هغه ستونزه ده چې باید په کوردننه حل شي. د بهرنیانو خواخوږي، رېښتینې نه ده، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د کلېوالو ښځو لپاره هغه حقوق ورکړل شول، کوم چې دوی ورته احتیاجې وې، نه یې زامن شهیدان کېږي، نه یې پر کلیو بمبار کېږي او نه هم د بهرنیانو په زندانونو کې بندیانې دي. ولې د ښاري ښځو لپاره د ښوونځیو تړل هغه ستونزه ده، چې په حقیقت کې ټول افغان ولس په ځانګړي ډول ښځې او نجونې پرې ځورېږي. زموږ د راتګ یو هدف همدا وه چې موږ د اسلامي امارت له مشرتابه سره په جدي توګه دا ستونزه د افغاني ستونزې په توګه مطرح کړو او ترې وغواړو، چې د شریعت په چوکاټ کې باید د نجونو ښوونځيو ستونزه ژر تر ژره حل شي.»
نږدې درې کاله کېږي، چې د افغان نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته او د پوهنتونونو دروازې تړل شوي، چې د سرپرست حکومت دغې پریکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.