پر اسرائیلو د ایران د وړمې ورځې له پراخو بریدونو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرائیلو په غوښتنه بېړنۍ ناسته کړې.
په دې ناسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتيرېش په سیمه او نړۍ کې د جګړو له پراخېدا اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې نړۍ د پرځېدو پر زۍ ولاړه ده او هر ناسنجیده عمل کولی شي پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي.
ګوتیرېش ویلي، نړۍ د بلې جګړې توان نه لري او د سیمې او نړۍ امنیت د هرې ورځې په تېرو د خرابېدو په حال کې دی.
هغه پر اسرائیلو د ایران برید غندلی او له ښکېلو خواوو یې د جګړې د پراخېدا مخنیوي غوښتنه کړې.
ګوتیرېش زیاته کړې:« سیمهییزه او په حقیقي ډول نړیواله سوله او امنیت د هر ساعت په تېرېدو سره کمزورې کېږي. سیمه او نړۍ د بلې جګړې توان نه لري.»
بل پلو په امنیت شورا کې د روسیې دایمي استازي واسلي نيبينزیا دغه شورا د ورته مسایلو په حل کې په دوه ګوني چلن تورنه کړه.
نوموړي ويلي، ياده شورا د پېښو په حل کې د هېوادونو موقف ته په کتو چلن کوي او په خبره یې امنیت شورا يې د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو له برید وروسته د بېړنۍ ناستې غوښتنه نه ده منلې.
هغه زیاته کړې:« دا ډېر د تاسف ځای دی، چې د نن ورځې د ناستې خلاف، تاسو د اپریل په دویمه نېټه د ورته ناستې وړاندیز ته مثبت ځواب ورنه کړ.»
دغه راز د چین استازي هم پر اسرائیلو د ایران برید له ځانه د دغه هېواد د دفاع حق بللی او له دواړو خواوو یې د نرمښت او ارامۍ غوښتنه کړې.
بل پلو په امنیت شورا کې د امریکا استازي رابرټ ووډ د ایران برید غندلی او دغه اقدام یې نه یوازې د اسرائیلو بلکې په سیمه کې د خپلو ملاتړو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بللی.
نوموړي ویلي، ایران په دوامداره توګه نړیوال اصول او قوانین تر پښو لاندې کړي او ویلي يې دي، چې امنیت شورا مکلفیت لري څو د دې برید په تړاو ایران ځواب ویونکی کړي.
ووډ وايي:« ایران دغه برید نه یوازې اسرائیلي وګړو ته ګواښ دی، بلکې د اردون او عراق په ګډون په سیمه کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونوته ګواښ دی. امنیت شورا ملکلفیت لري، چې اجازه ورنه کړي د ایران ورته کړنې بې ځوابه پاتې شي. په حقیقت کې ایران په ښکاره توګه خپل نړیوال ملکلفیتونه نقض کړي.»
د دې ترڅنګ پر اسرائیلو د ایران د وړمې ورځې له برید وروسته ګڼو هېوادونودغه برید بېلابېل غبرګونونه ښودلي.
د افغانستان په ګډون د سیمې ګڼو هېوادونو یاد برید په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید پر وړاندې ځوابي برید بللی.
خو بل پلو د بریټانیا، جرمني او فرانسې په ګډون د ناټو سازمان غړو هېوادونو دغه برید غندلی او د امریکا ولسمشر جوبایډن که څه هم د اسرائیلو پر ملاتړ ټینګار کړی؛ خو له اسرائیلو څخه یې غوښتي چې په راتلونکي کې له بالمثله عمل څخه وړاندې امريکا په جریان کې کړي.