Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان: د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له ټي.ټي.پي سره تړاو نه لري

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستلو دویمه لړۍ پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/16

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان سخت دریځه پریکړې له کبله دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د جبري اېستلو دويمه لړۍ پيل شوې.

پاکستان، چې يو شمېر افغان کډوالو ته يې د اپریل تر ۱۵مې دغلته د پاتې کېدو مهلت ورکړی و، دوشنبې په ورځ یې د ناقانونه کډوالو په نوم د دوی جبري اېستلو دویمه لړۍ پیل کړه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي،  په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ زیات افغانان چې ۲۴ کورنۍ دي، د جبري اخراج په لړۍ کې هېواد ته را شړل شوي.

یاد وزارت وایي، د ۲۱ وزارتونو له کډ کمېسیون سره په همغږۍ چمتوالی لري، چې له راستانه شویو سره مرسته وکړي. 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:« موږ هم ترې غوښتنه کړې چې د مهاجرینو په تړاو یو طرفه پرېکړه ونه شي او د یوه ګډ میکانیز له لارې په ګډ تفاهم سره د دې لپاره یو طرزالعمل جوړ شي او د هغې له مخې، افغانان په تدریجي توګه را واېستل شي. بیاهم که دغه هېوادونه غواړي په ځانګړي ډول پاکستان هېواد غواړي چې مهاجرین راوباسي، نو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او په ټوله کې اسلامي امارت د دې لپاره پوره چمتوالی لري. شاوخوا ۲۱ وزارتونو یو ګډ کمېسیون د دې لپاره جوړ شوی، دوی چې څومره بشري قوه په لاس کې لري، څومره امکانات په لاس کې لري، دغه ټول د کډوالو لپاره دوی ته امر شوی چې وقف کړي او ښه راغلاست وکړي او دوی په قدر او عزت سره خپلو سیمو ته ورسوي.»

له دې سره د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان کونسل له پاکستان غواړي، چې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

خو په پاکستان مېشت افغان کډوال وایي، که څه هم دوی د جبري اخراج ستونزې حل په موخه  یې له یونيسیار او (آی.او.ایم)  د پاکستان سالم چلن په اړه ډاډ ترلاسه کړی، خو په خبره يې اندېښمن دي چې خپله پاکستان به د سالم چلن اصل ته ژمن پاتې شي که نه؟

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو شورا مشر ملک مجاهد شینواری وايي:« موږ په همدې اړه لاړو د یونیسیار له مشرانو سره مو ولېدل، د آی.او.ایم له مشرانو سره مو ولېدل،  هغوی راته دا ډاډ راکړ، چې  انشاء الله د اپریل له ۱۵ وروسته چې دغه رخصت ختم شي، د اختر رخصتۍ ختمې شي، موږ به د پاکستان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ګورو، ترڅو افغان کډوالو پر زوره ونه باسي، ځکه چې افغان کډوال دلته په قانوني شکل پراته دي، په غیر قانوني شکل پراته نه دي.»

افغان کډوالو سردار خان  وايي:« موږ له یونیسیار غوښتنه کوو چې افغان کډوال دې په زروه ونه شړل شي. »

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان د نړیوالو نورمونو خلاف له کډوالو سره ناوړه چلن کوي او په زور د کډوالو اېستلو په اړه د پاکستان پرېکړه پر افغانستان د فشار راوړلو اپشن ګڼي.

دوی وايي، پاکستان پر افغانستان د فشار راوړلو ترڅنګ، د کډوالو له مسالې په استفادې سره له نړيوالو د فنډ ترلاسه کولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« پاکستان څو موخې لرلی شي، یو خو غواړي پر طالبانو فشار راوړي، په داسې حالت کې، چې خپلې غوښتنې پرې ومني، بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان هغه پیسې چې د کډوالو په نوم ورکولې، هغه هم دوه کاله کېږي، چې نه یې دي ورکړي، کېدای شي هغې ته یې لاره جوړه کړي وي. درېیم کېدای شي چې کومه پروژه یې ، چې له بهره ورکړل شوي وي.»

له دې وړاندې هم پاکستان د جبري اخراج په لومړي پړاو کې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال له دې هېواد څخه په جبر اخراج او افغانستان ته يې را وشړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist