Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: د نړیوالو قدرتونو جګړو کې باید افغانستان ښکیل نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/15

څه موده وړاندې په دمشق کې د ایران کونسلګرۍ د اسرائیلو ترهوايي برید لاندې راغله چې په پایله کې یې د دغه هېواد د سپاه پاسداران پنځه مهم غړي ووژل شول او هماغه مهال یې ایران دغچ اخېستو خبرداری ورکړ، چې بالاخره یې وړمه شپه پر اسرائیلو برید وکړ.

په دغه برید کې ایراني لوري له کروز بالستیکو توغندیو او همداراز بې پیلوټه الوتکو کار اخېستی چې د تهران په وینا سلګونه راکټي بریدونه یې کړي او خپلې موخې یې په نښه کړې دي.

خو اسرائیلو بیا ویلي، د ایران دغه راکټي بریدونه یې په هوا کې شنډ کړي، له بل لوري تهران واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې په دغه شخړه کې دې له ښکېلتیا ځان وساتي.

په منځني ختیځ کې د وروستیو پېښو او شخړو په تړاو د افغانستان بهرنیو چاروزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسرائيلو د ټولو نړیوالو قوانینو او ډیپلوماټیکو نورمونو خلاف په دمشق کې د ایران کونسلګرۍ په نښه کړه او ایران یې په ځواب کې وړمه شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړي.

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، له هغې وروسته چې اسرائیلو او ایران پر یو بل بریدونه کړي په سیمه او نړۍ کې د لا زیاتې بې ثباتۍ او ناامنۍ وېره رامنځته شوې.

دوی وايي، که امریکا د اسرائیلو په ملاتړ میدان ته راووځي نو ممکن روسیه بیا له ایران ملاتړ وکړي چې دې سره د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د ټکر امکان تصور زیاتېږي.

د دوی په خبره، په دغه ډول حالاتو کې چې سیمه او نړۍ ترې اغېزمنه کېږي پکار ده چې نوی له جګړې راوتلی افغانستان خپل بې پریتوب وساتي او ملي ګټې یې هم دا نه ایجابوي چې د یو او یاهم د بل پر ګټه دریځ ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: « په دې اساسو شرایطو کې د افغانستان ملي ګتې دا ایجابوي چې موږ په نړیواله کچه خپل بې ‌پرېتوب وساتو؛ نه له امریکا او نه هم له روسیې سره دردېدل د افغانستان په ګټه ده. موږ د افغانستان په اړه داسې ویلی شو چې افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی او دغو سترو جګړو کې له هېڅ چا سره نه درېدل د افغانستان ملي ګټو کې راځي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « په هغه صورت کې چې د چین، روسیې او یا د امریکا متحده ایالتونو په څېر لوی هېوادونه د یوه هېواد پلوي وکړي او جنګ پراخه شي؛ نو دا د هېڅ چا او په ځانګړې توګه د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه نه دی. که دغه جنګ پراخه شي پر افغانستان هم مستقیې اغېزې کوي، حال دا چې کمه موده کېږي چې افغانستان له جنګ او جنجالونو خلاص شوی او باید مستقیم یا غیر مسقیم ډول د هغو هېوادونو ملاتړ ونه کړي، چې په جنګ کې شاملېږي او د یوه هېواد پلوي کوي.»

افغانستان تېرې څلور لسیزې جګړه تجربه کړې او له زیان پرته یې هېڅ ګټه نه ده کړې.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي، سیمه او نړۍ باید د ایران او اسرائیلو ترمنځ رامنځته شوې شخړې حل لپاره مټې راونغاړي، ځکه دغه ډول شخړې ټولې نړۍ ته زیان رسولی شي.

هغه وايي، نړیوال باید پر اسرائیلو فشار راوړي چې له خپلو دغه ډول کړنو او د غزې له جګړې لاس واخلي.

مسعود زیاتوي: « سیمه او غربي نړۍ په ګډه باید هڅه وکړي چې دا ډول حالات نوره ادامه پیدا نه کړي، ځکه دا نه د سیمې او نه هم د نړۍ په ګټه ده؛ په ځانګړې توګه موږ افغانانو دا څلور لسیزې د جنګ مزه تجربه کړې ده، غیر له تباهۍ او بربادۍ بل هېڅ نه لري. هیله من یو چې نړیواله ټولنه پر اسرائیلو هم فشار راوړي چې نور جنګ بس کړي. »

خو څه موده وړاندې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي و، نه غواړي له یوشمېرهېوادونو سره د نورو لپاره په ټکرکې راشي.

 متقي زیاته کړې: « موږ نه غواړو د نړۍ ځېنو هېوادونو لپاره د ځېنو نورو سره په ټکر کې راشو او نه غواړو افغانستان د لویو قدرتونو د سیالیو مرکز شي.»

ایراني پوځیانو خبرداری ورکړی که اسرائیلو پرې د بیا ځلط لپاره بریدونه وکړل نو له دې به هم له سختو نظامي غبرګونونو سره مخ شي.

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا ویلي، د نړۍ د۷ سترو اقتصادي قدرتونو په ناسته کې به پر اسرائیلو د ایران د برید په اړه د نړیوال ډیپلوماټیک ځواب پرېکړه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist