Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاکړ: که ټي.ټي.پي مذاکرات کول غواړي نو وسله دې پر ځمکه کېږدي

کاکړ: که ټي.ټي.پي مذاکرات کول غواړي نو وسله دې پر ځمکه کېږدي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/21

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، له ټي.ټي.پي سره له مذاکراتو انکار نه کوي خو د مذاکراتو له پیل وړاندې دې خپلې وسلې پرځمکه کیږدي.

کاکړ زیاته کړې، کله چې ټي.ټي.پي خپلې وسلې وغورځوي نو له هغې وروسته بیا پریکړه کوي چې له دوی سره خبرې وکړي او کنه.

کاکړ خبر داری ورکړی که چیرې ټي.ټي.پي غواړي د وسلې پر مټ له دوی سره مذاکرت وکړي نو دا ورته د منلو نه ده او امکان یې هم نشته.

کاکړ زیاته کړې:« موږ په ټوله کې له ټي.‌ټي.‌پي سره له مذاکراتو او خبرو انکار نه کوو. که دوی غواړي له حکومت سره واقعي مذاکرات وکړي، نو له قید اوشرط پرته دې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. د ټي.‌ټي.‌پي داسې شرایط نه منل کیږي، چې غواړي لومړی دې د دوی شرایط ومنل شي او بیا به وسلې کېږدي.  له هغې وروسته چې ټي.‌ټي‌.پي وسلې پر ځمکه کېږدي، نو بیا موږ دا پرېکړه کوو، چې له دوی سره مذاکرات وکړو او که نه؟ او که خبرې هم کوو نو تر کومه حده به وي؟»

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر دغه څرګندونو د امریکا هغو شعارونو په څیر یادیږي چې په افغانستان کې یې د افغان طالبانو پر وړاندې ورکول.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان دغه موقف چې ټي.ټي.پي پر وړاندې لري دا به پاکستان له یوې سختې کورنۍ جګړې سره مخ کړي چې بیا به یې مهار ستونزمن کار وي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « د پاکستان طالبانو خوځښت د پاکستان حکومت د ۷۶ کاله جبر، وحشت او پر پښتني خاوره د پاکستان استخباراتي جګړو د تپلو پر وړاندې یو ملي او ولسي غبرګون دی. که د پاکستان حکومت وايي دوی(ټي.ټي.پي) دې تسلیم شي یا به وژل کېږي دا هغه شعار دی چې امریکا افغانستان کې هم ورکړی وه. دا هغه شعار دی چې اسرائیل یې د حماس پر وړاندې ورکوي. دا ډول ظالمانه شعارونه تل محکوم کېږي، ملتونه کامیابېږي. زه په دې باور یم چې د پاکستان حکومت به دوی سره خبرې ته حاضر کېږي یا به د پاکستان حکومت یوې کورنۍ جګړې ته داخلېږي.»

ځینې نور بیا وايي، ښه به دا وي چې پاکستان له خپلو وسله والو طالبانو سره په هغو مواردو توافق وکړي چې د ټي.ټي.پي له لوري د شرایطو په توګه وړاندې کیږي.

دوی په دې باور  دي چې له دې پرته به پاکستان د تاریخ په دې حساس پړاو کې له سختو ستونزو سره مخ شي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې ناامني زیاته شوې، پر پولیسو او پوځ یې بریدونه کیږي چې د راپورونو له مخې، د تیر کلونو په پرتله په پاکستان کې د چاودنو سلنه څو برابره لوړه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist