• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/20

له پاکستانه د افغان کډوالو له راتګ سره سم، که څه هم سرپرست حکومت د راستانه شویو کډوالو وضعیت ته د رسېدو په برخه کې د هر رازچمتووالي خبر ورکوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ګڼو روغتیايي مواردو کې له ستونزه سره مخ دي.

یاد سازمان زیاته  کړې:« له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالي صحي خدمتونو ته اړتیا زیاته کړې. په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم د درملو، د ښځینه صحي کارکوونکو، روغتیايي توکو او نورو تجهیزاتو په برخو کې جدي نیمګرتیاوې احساسېږي.»

د روغتیا نړیوال سازمان په روغتیا خدماتو کې د جدي تشې خبر ورکولو ترڅنګ، د یادو کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدو په موخه د ۱۰ میلیونه ډالرو د اړتیا خبر ورکوي.

یاد سازمان زیاته کړې:« د راستنېدونکو په زیاتېدونکي شمېر سره، روغتیایي سرچینې پراخېږي او په روغتیایي عملیاتو کې تمویل جدي تشه شتون لري. د روغتیا نړیوال سازمان د راستنو شویو افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدو په موخه ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د یاد افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدو په موخه د کډوالۍ چارو کې د ملګرو ملتونو د سترې کمېشنرۍ او نورو نړیوالو مرستندویه اداره څخه د مرستو غوښتنه کوي.

 د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي: « په دې کې د نړیوالو مرستندویه ادارې په ځانګړې توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ همکارۍ ته ډېره اړتیا لیدل کېږي، چې د افغانستان له اوسني حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږي او ملت هم د دوی ترڅنګ ودرېږي تر څو دغه خلک تر دې زیات نور له ناورین سره مخ نه شي.» 

د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته نږدې ۴۰۰ زره افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوي چې ډېری هغه یې لا هم د کډوالو په پنډغالو کې تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.

د ملګرو ملتونو د اړونده ادارو په ګډون د ژغورنې نړیوالې ادارې او ګڼو نورو سازمانونو د دې کډوالو د وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده
روغتیا

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025

وروستي خبرونه

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist