اسرائیلي ځواکونو په غزه کې تازه په هغو روغتونو هوايي بریدونه کړي چې د ماشومانواو ښځو په ګډون زرګونه ناروغان په کې بستر ول.
فلسطیني چارواکو ویلي، په الشفا روغتون کې د نویو زیږیدلو ماشومانو په ګډون له سلو زیات کسان د اسرائیلي ځواکونو د تیرې شپې په هوايي بریدونو کې وژل شوي.
اخوا د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادانوم بیا وايي د االشفا او القدس دوه لوی روغتونونو دننه د یو ناوړه ویرجن وضعیت له امله دا روغتونونه وتړل شول او زرګونه کسان په کې لاهم بند پاتي.
دغه راز ادانوم وايي، ناروغان پر سړکونو پراته دي او وضعیت تر بل هر وخت ډېر بوږنونکی دی.
هغه زیاتوي:« موږ په الشفا روغتون کې له ډاکټرانو سره په اړیکه کې یو، هلته وضعیت ډېر دردونکی او ډارونکی دی. درې ورځې کېږي چې برښنا پرې شوې ، اوبه نشته ، د روغتونونو شاوخوا هوايي بریدونو ډېره مرګ ژوبله اړولې. نړۍ باید نوره چپه پاتې نه شي ځکه ترکله به پر ناروغانو او روغتونونو بریدونه کېږي.»
د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي، په غزه کې د ژوند کولو لپاره وخت نه دی پاتې او له دواړو اړخونو غواړي دغزې وګړو ته وخت ورکړي تر څو خوندي نورو ځایونو ته ولاړ شي.
یادې ټولنې زیاته کړې:« پر غزې ډېره سخته جګړه روانه ده. په روغتونو کې د ناروغانو درملنه ، درمل او خواړه خورا پیچلي او له خطرونو ډک دي.»
پر غزې د اسرئایلي ځواکونو مرګونو بریدونو کې تر دې دمه ۱۱۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې نیمايي یې ماشومان او ښځې دي.
پر نړيواله کچه له دواړو لوریو غوښتنې دي چې جنګ بس کړي او په جګړه کې باید ملکي کسان په نښه نه کړي.