د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د جاپان نړيوالې همکارۍ ادارې ترمنځ د ۹.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې هوکړه لاسلیک شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان استازی ریچارډ ترینچارډ وايي، دغه پروژه د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې پلي کېږي او له دوه زره هکټاره کرنیزې ځمکې سربېره د ۷۰ هکټاره اضافي ځمکې د خړوبولو توان لري، چې په عملي کېدو سره به د اوبو د مدیریت ترڅنګ د شاوخوا سیمو په زرغونوالي او د کرنيزو محصولاتو د کچې په لوړوالي کې مرسته وکړي.
دغه راز ترینچارډ وايي، دغه پروژه چې د سروې کارونه یې په راتلونکو څو میاشتو کې پیل کیږي، عملي چارې به یې په راتلونکې ۲۰۲۴ کال کې پیل او په ۲۰۲۷ کال کې به د ټولو رغنیزو چارو تر بشپړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وړاندې شي.
هغه زیاتوي:« د اوبو لګولو د دې پروژې سروې او ډیزاین چارې به په راتلونکو څو میاشتو کې پیل شي. د جوړولوعملي چارې به یې په راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې پيل شي، چې وروسته له درې کلونو به په ۲۰۲۷ کال کې ګټې اخېستنې ته چمتو وي. د دې پروژې د عملي کېدو په چارو کې د جاپان حکومت له ۹.۵ میلیون ډالرو مرستې مننه کوو.»
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا دغه پروژه د شنې سیمې پروژې هغه برخه بولي، چې تیتسو ناکامورا يې په ۲۰۰۳ کال کې د پلي کولو هوډ درلود.
اوکادا وايي، د دې پروژې له پلي کېدو سره به په مستقيم او غير مستقيم ډول ۱۲زره کسان د يادې پروژې له ګټو برخمن شي.
هغه زیاتوي:« د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په همکارۍ سره به نږدې ۱۲ زره کسان د دې پروژې له ګټو برخمن شي، چې ورسره به د ژوند په ښه کېدا، د اوبو د مدیریت او د دوامداره کرنې د پراختیا په برخو کې به د سیمې له خلکو سره مرسته وکړي.»
د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا له افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو له دوام خبر ورکوي.
اوکادا زیاتوي:« جاپان له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي هغه افغانان چې له پراخو ننګونو سره مخ دي. موږ له افغانانو سره د دوی د ژوند په ښه کېدو او په خپلو پښو د درېدلو په برخو کې مرستو ته دوام ورکوو.»
د اوبو د مدیریت د برخې کارپوهان هم په افغانستان د ورته اوبیزو پروژو د پلي کېدل د افغانستان کرنې، د اوبو مدیریت او کرنیزو حاصلاتو کچې په لوړېدو کې اغیزناک بولي او له نړیوالو مرستندویه ټولنو او هېوادونو د ورته پروژو د ډېرېدو غوښتنه کوي.
دغه پروژه د جاپان د خاصو روغتیایي خدمتونو میتود یا پي.اېم.اس له مخې عملي کیږي، چې د اوبو د مدیریت او مهار په برخه کې ساده، خو خورا عملي میتود ګڼل کیږي.