• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: قطر د افغانستان له ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي

روغتیا نړيوال سازمان د افغانستان روغتيايي سکټور د بوديجې له سخت کمښت سره مخ ياد کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/20

د روغتيا نړيوال سازمان( ډبلیو.اېچ.او) له لوري په خپور شوي راپور کې روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال د افغانستان روغتيايي سيسټم له مالي ننګونو سره مخ بلل شوی دی.

په راپور کې ويل شوي، چې په روان کال کې اړینو او ممکنه طبي خدمتونو ته د ۸ ميليونه افغانانو لاسرسی محدود شوی او ۴۵۰ زره نور اړمن ناروغان د ټرانسپورټي خدمتونو په ګډون د ژوند ژغورونې له خدمتونو بې برخې شوي دي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې ۸ میلیونه خلکو ژوند ژغورونکو اړینو او ممکنه طبي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړی او ۴۵۰ زره ناروغان به د ټرانسپورټ په ګډون ژوند ژغورونکي خدمتونه ترلاسه نه کړي. د دې ترڅنګ، اټکل شوی ۱.۶ میلیونه خلک چې د رواني روغتیا نښې لري، د رواني روغتیا مشورې او رواني ټولنیز ملاتړ ته به لږ لاسرسی ولري.»

د روغتيا نړيوال سازمان د موندنو له مخې، روان کال بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو په شمیر کې د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

 د دې سازمان مالومات ښې چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وړاندې بېړنيو مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر ۱۸.۴ میلیونه وه چې روان کال دا شمېر ۲۸.۸  میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

د راپور یوه برخه:« زموږ د بشري مرستو د غبرګون د طرحې پر اساس، په روان کال کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې اندېښمنوونکی زیاتوالی راغلی. د دې طرحې له مخې، ۲۸.۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه مخکې دغه شمېر ۱۸.۴ میلیونه تنه وه. بېړنیو روغتیایي حالاتو ته د رسېدنې په موخه ۱۴ میلیونه خلک تر پلان لاندې دي چې له ډلې یې ۷.۵ میلیونه ماشومان او ۳.۱  میلیون ښځې دي.»

د روغتيا نړيوال سازمان په خپاره کړي راپور کې د بشري ناروين زياتوالي لامل لسیزې جګړې، سخته وچکالي او  د طبیعي پیښو زياتوالی ياد شوی دی.

 د راپور یوه برخه:« د لسیزو بې ثباتۍ، د سختې وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله اوس مهال افغانستان له اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دی. میلیونونه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي یا روغتیا او خوړو ته لاسرسی نه لري. دوی د خوارځواکۍ او ناروغیو د لا پراخیدو له ګواښ سره مخ دي.»  

 د روغتيا نړيوال سازمان مشر انديښنه ښودلې، چې د مالي تمويل نشتوالي د بې شمېره افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او له ټولو مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو يې غوښتې، چې په دې سختو شرايطو کې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان  مشر ډاکټر ټیډروس اډانوم وايي:« افغانستان کې وضعیت خورا کړکیچن دی او د روغتیایي کارمندانو او تاسیساتو د ملاتړ لپاره د سرچینو او تمویل نشتوالي د بې شمېره خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او ډېر اغیزمن شوي دي. زه له بسپنه ورکوونکو غواړم چې په سخاوت سره مرسته وکړې، څو موږ په افغانستان کې د ژوند ژغورنې کار ته دوام ورکړو.»

روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیايي سیستم لپاره د کافي بودیجې نشتوالي او نه ملاتړ به د افغانانو لپاره ناوړه پایلې ولري او په ځانګړي توګه به د ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

هڅه مو وکړه، چې د افغانستان په روغتيايي سيستم کې د شته ستونزو په تړاو د عامې روغتيا وزارت مسوولین نظر هم واخلو، خو  د راپور د نشر تر وخته يې نظر شريک نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده
روغتیا

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist