د ترکيې د موسیات د سوداګرو ټولنه په افغانستان کې د اوبو، ګازو او له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د توليد په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چهارشنبې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د چنګاښ پر ۲۸ مه» په افغانستان کې د ترکیې د موسیات سوداګرو د ټولنې له استازي فاتح چایه باتمز او د یادې ټولنې له غړي عمر ایلدریم سره کتلي او د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په تړاو ورسره خبرې کړې دي.
د یادې ټولنې استازي د اوبو، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د ترکيې پانګه والو د رغنده کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه وزارت مشرتابه د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د زمینې په برابرولو کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.
د یادې کتنې په پای کې هوکړه شوې، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې د پروژو د تخنیکي موضوعاتو په تړاو خبرو لپاره لیدنې وکړي.