د ننګرهار ولایت عامې روغتيا رياست په هڅو د تورخم ښارګوټي کې د روغتیا نړیوال سازمان د ۶۶ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د ساري ناروغيو لېږد مخنيوي په موخه د سکريننګ مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر ډاکټر محمد رحیم قلندر ویلي، دغه مرکز به درې خونې، برېښنا او لازم تجهيزات ولري.
قلندري زیاته کړې، دا مرکز له پاکستانه د بېرته راستنيدونکو کډوالو لپاره جوړيږي، ترڅو يې دلته د بېلابېلو ساري ناروغيو معاينه او په هېواد کې د ناروغيو د انتقال مخنيوی وشي.
د نوموړي په وینا په دې مرکز به تر شک لاندې مسافرينو معاينات کيږي، د ناروغانو درملنه به په کې کيږي او له ډلې به یې سخت ناروغان بېرته لېږل کيږي چې د ناروغۍ ختميدو وروسته به هېواد ته اجازه ورکول کيږي.