Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي

یوناما د افغانانو ملاتړ لپاره نوی ستراتیژیک چوکاټ وړاندې کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/04

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) تر ۲۰۲۵ کاله پورې د افغانانو د ملاتړ لپاره خپل ستراتیژیک چوکاټ وړاندې کړ.

د دغه ستراتیژیک چوکاټ موخه په افغانستان کې د زیانمنونکو کسانو لکه ښځې، ماشومان، داخلي بېځایه شوي، کډوال، قومي او مذهبي لږکيو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکول دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان خلکو لپاره دغه چوکاټ یو پیاوړی وړاندیز بللی  دی.

اوتنبایوا زیاته کړې:« زموږ ستراتېژیک چوکاټ د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو یو پیاوړی وړاندیز دی چې د دوی بشري او اساسي اړتیاوې په ګوته او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو روان بهیر بشپړوي.»

دغه ستراتیژیک چوکاټ چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو او همکارانو په مشورې ترتیب شوی، د افغانانو د بشري اړتیاوو لپاره یې درې بشپړونکي او دوه اړخیز پیاوړي کوونکي ګډ لومړیتوبونه په ګوته کړي دي.

د ملګرو ملتونو ستراتېژيک چوکاټ یوه برخه:« زموږ د غړو هېوادونو او شریکانو سره په نږدې مشورو کې، د ملګرو ملتونو د هېوادونو ټیم  درې بشپړونکي او دوه اړخیزه پیاوړي ګډ لومړیتوبونه، لکه دوامداره اړین خدمتونه، اقتصادي فرصتونه او انعطاف منونکی معیشت او درېيم دا چې ټولنیزه همغږي، پیوستون، جنسیتي برابري، بشري حقونه او د قانون حاکمیت په ګوته کړي؛ ځکه چې دا د افغانانو د اساسي بشري اړتیاوو ملاتړ کوي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی ډینیل انډریس د ملګرو ملتونو مرستې د ډېرېدونکي بشري ناورين د مخنيوي لپاره کافي نه بولي.

هغه زیاته کړه:« ملګري ملتونه او همکاران یې په دې پوهېږي، چې یوازې بشردوستانه مرستې به د منځ‌مهالې او اوږدې مودې لپاره د افغانانو د لویې کچې او ډېریدونکي بشري کړاوونو د حل لپاره بسنه ونه کړي. ایا ملګري ملتونه به وکولی شي دا چوکاټ په بشپړ ډول پلی کړي؟ دا چاره د واکمنو چارواکو پر کړنو او د بسپنه ورکوونکو پر ملاتړ پورې اړه لري.»

حقوقي شنونکي له افغانستانه د ملګرو ملتونو د ملاتړ دوامداره کېدو غوښتنه کوي او ټينګار کوي چې ياد سازمان دې خپلې مرستې په افغانستان کې پر داسې پروژو ولګوي، چې په پایله کې يې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

یوناما داسې مهال د افغانانو ملاتړ لپاره سټراټېژيک چوکاټ اعلانوي، چې د دې سازمان د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۲۸ ميليونه خلک مرستو ته اړتيا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist