د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) له افغانستان سره د بشري مرستو د ویش پر وضعیت تازه راپور خپور کړی دی.
په راپور کې سیګار ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو په اډانه کې له افغانستان سره تر سره شوې مرستې لاهم خوندي نه دي او اسلامي امارت له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې پوره لاسوهنه کوي چې تر دې دمه له دوی سره د دې لاسوهنو نږدې ۵۰۰ قضیې ثبت شوي دي.
د راپور یوه برخه:« له کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، د امریکا د حکومت پالیسي دا وه چې له طالبانو پرته له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. طالبان لا تراوسه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي مرستندویه ادارو په کارونو کې لاسوهنه کوي او د مرستې رسولو بهیر محدودوي. د ملګرو ملتونو ادارو د تېر زېږدیز کال د نومبر له ۱۶مې د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۵ مې د دې ادارو په چارو کې د لاسوهنو د ۴۹۴ قضیو راپور ورکړی چې دا شمېر په تېر کال کې ۱۵۳ موارده وه.»
په راپور کې امریکا لا هم له افغانستان سره د بشري مرستو رسولو برخې په لومړي ځای کې ده چې د لوږې د راکابو کولو او د صحي نظام تر بشپړ احتمالي پرځېدو څخه د مخنیوي په برخه کې تر دې دمه څه باندې دوه میلیارده ډالره یې مرسته کړې.
دغه راز په راپور کې ویل شوي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته امریکا غواړي لاهم له افغانستان سره د رغنیزو پروژو په برخه کې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي؛ خو په دې مرستو کې د سرپرست حکومت د پراخو لاسوهنو له کبله نه دي ترسره شوي.
د راپور یوه برخه:« د تېر نظام له پرځېدو وروسته او د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته د اسلامي امارت له بېرته رسېدو وروسته پېښو په افغانستان کې د امریکا ټولو رغنیزو چارو ته د پای ټکی کېښود چې هغه مرستې له سقوط مخکې د امنیت په ښه کېدا، ښې حکومتولۍ او د قانون د ښه پلې کېدو په برخو کې له پخواني حکومت سره کېدې چې د اسلامي امارت له راتګ سره بندې شوې. امریکا غواړي چې د صحت، زده کړو، اقتصادي پیاوړتیا او د بشر حقونو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ خو په یادو برخو کې د مرستو رسولو لړۍ د طالبانو د لاسوهنو له ګواښ سره مخ ده.»
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو غیر دولتي انجوګانو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخجنو کړنو راپور هم ورکړی دی.
د راپور یوه برخه:« ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرسته رسوونکو پر وړاندې د۳۰ بریدونو او د ۳۶۲ تاوتریخوالي پېښو او ګواښوونکو قضیو د ثبت راپور ورکړی. ۳۹ هغه یې د ګواښ او ۵۷ د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د بندیزونو د وضع کولو قضیې دي.»
وموغوښتل د سیګار د راپور په تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځان سره ولرو خو هڅو سره سره بریالي نه شو، خو تر دې وړاندې اسلامي د افغانستان په تړاو د یادې ادارې ورته راپورونه رد کړي او له حقیقته یې لري بللي دي.
سیګار د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره چې په تېر حکومت کې یې دنده د امریکا د مرستو او د ترسره شویو رغنیزو چارو بشپړ څارل ول، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته یې په عملي ډول خپل فعالیت درولی چې شااوخوا دغه دوه کلنه موده کې له افغانستانه بهر د هېواد په بېلابېلو برخو کې راپورونه خپروي.