• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی

بلخ ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/14

بلخ ولایت ته په دې وروستیو کې د لرغونو سیمو لېدو په موخه د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

تازه بلخ ولایت ته د ایټالوي سیالانیانو یوه ۹ کسیزه ډله ورغلې او د دې ولایت له  لرغونو اثارو او سيمو یې لېدنه کړې.

یو تن سیلاني لوکا وايي:« زه ښه احساس لرم، چې افغانۍ جامې مې پرتین دي. واقعیت چې دا جامې د افغانستان اب او هوا سره تعلق لري. کله چې ایټالیا ته لاړم، نو همدا جامې به هلته هم کاروم.»

ایټالوي سلانیان وایي، بهر کې د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کېږي او په خبره يې داسې يې نه انګېرله، چې افغانستان به يو امن او د طبعي ښايست درلودونکی هېواد وي.

سیلانۍ راضیه وايي:« زه په لومړي ځل افغانستان ته راغلمه. هغه ټول درواغ وو، چې بهر کې مې د دې هېواد په اړه اورېدل. زه د خوښۍ احساس کوم، چې د دې هېواد ښکلاوې ګورم.»

سیلانی ربرتو بیا وايي:« د دې هېواد ښکلاوې او تاریخي ځایونو په اړه مې اورېدلي وو، خو نن یې له نږدې گورم. زه یې حیران کړم او د افغاني ټولنې مثبت واقعیتونه راته مالوم شول. زه پر نورو بهرنیو سیلانیانو هم غږ کوم چې د افغانستان له تاریخي ځایونو لېدنه وکړي.»

په همدې حال د بلخ ولایت اطلاعات او کولتور ریاست د ګرځندوی برخې مسوول عبدالواحد احدي وایي، سږکال د دي ولایت له تاریخي ځايونو او اثارو څخه له ۳۲ هېوادونو راغلو سیلانیانو لېدنه کړې او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

د هېواد په شمال کې  بلخ  ولایت له سلو زیات تاریخي ځايونه لري، چې هر کال د سلګونه بهرنيو او کورنیو مېلمنو کور به وي.

حضرت علي ته منسوبه روضه، خواجه پارسا، د رابعه بلخي مزار، د مولانا جلال الدین محمد بلخي پلار خانقا، د حضرت شیش ع مزار، او حاجي پیاده د دې ولایت مهم تاریخي ځایونه دي.

د یاودنې وړ ده، چې د ایټالوي سیلانیانو دا ډله له بلخ وړاندې کابل، باميان او هرات ولایتونو ته هم تللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې
افغانستان

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي
افغانستان

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025
نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي
افغانستان

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

مې 21, 2025
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 
افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 

مې 21, 2025
کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ

مې 20, 2025

وروستي خبرونه

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025
خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

مې 21, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist