Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سیګار: د اسلامي امارت حکومت ټولګډونه نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/10

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د حکومتوالۍ پرڅرنګوالي، د افغان نجونو او ښځو د کار او زده کړو او امنیتي احتمالي ګواښونو په تړاو راپور خپور کړی.


راپور کې پر اسلامي امارت نیوکه شوې، چې حکومت یې ټولګډونه نه دی او په افغانستان کې واک د حاکم نظام د مشر له لوري انحصار شوی او د خپلو شخصي باورونو له مخې یې حکومت رامنځته کړی دی.

د راپور یوه برخه :«  د طالبانو مشرتابه پر واک ولکې او انحصار ته لومړیتوب ورکړی او د یوه نوي دولت خلاف یې د خپلو باورونو سره سم یې حکومت رامنځته کړی. واک په زیاتېدونکي توګه د طالبانو د مشر په لاسونو کې متمرکز شوی چې خپله په کندهار کې دی او د یو شمېر وزیرانو او مذهبي شخصیتونو لخوا یې ملاتړکیږي چې د حکومتولۍ  په تړاو د هغه له ایډیولوژیکي لید سره سمون لري.»


اسلامي امارت که څه هم دا په ډاګه کړې چې  د افغان نجونو د ښوونځیو مسله لنډمهاله ده او د مناسب چاپېریال او منظم میکانیزم له رامنځته کېدو وروسته به نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي، خو سیګار په خپل دې راپور کې د نجونو د زده کړو د ځنډېدلو پر پرېکړې او داوم نیوکه کړې.


سیګار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له خولې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې ترټولو ځپونکی هېواد یاد کړی.


د راپور یوه برخه:« طالبانو د افغان ښځو پر تګ راتګ، کالیو، د کار او زده کړو، ادارو او عامه ځایونو ته د تګ راتګ په برخه کې خپلو لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکړ، په ځانګړي ډول په ۲۰۲۲ کال  کې د طالبانو د چارواکو له هغه حکم وروسته چې پر مټ یې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو څخه راوګرځولې، روزا اوتونبایوا افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ځپونکی هېواد بللی دی.»


سیګار په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ بلې ته د خرابېدو خواته روان بللی او ویلي دي چې په دننه په دې هېواد کې د القاعدې او داعش ډلې په ګډون د یو شمېر نورو ډلو حضور د افغانستان امنتیت ته ګواښ بللی، خو ویل شوي هېڅ یوه ډله د دې توان نه لري چې اسلامي امارت راوپرځوي.


د  راپور یوه برخه وايي:« طالبان په خپله واکمنۍ کې د امنیت له اړخه د مخ پر زیاتېدونکو ننګونوو سره مخ دي په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګه د دوی پر وړاندې د بېلابېلو ډلو په ځانګړي ډول د مقاومت په نوم جبهه چې په ۲۰۲۱ کې په پنجشېر ولایت کې راڅرګنده شوه، که څه هم کارپوهان په دې باور دي چې هېڅ یوه دغه ډلې د طالبانو د راپرځولو توان نه لري؛ خو د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ  کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکړ چې د القاعدې، د پاکستاني طالبانو غورځنګ او د داعش د خراسان څانګې په ګډون افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا لپاره د ترهګرو ډلو اصلي سرچینه ده.»


ومو غوښتل د سیګار د دې راپور په تړاو د اسلامي امارت ویاند نظر هم له ځان سره ولرو، خو د راپور تر نشر پورې یې زموږ پرلپسې اړیکو ته ځواب ورنه کړ.


خو له دې وړاندې اسلامي امارت د سیګار ورته خپاره شوي راپورونه او د وسله والو ډلو د شتون او ورڅخه د متوجې ګواښونو او د کار او زده کړو په تړاو ورته ادارو راپورونه یې له حقیقته لرې او د شخصي غرضونو محصول یې بللي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist