• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان له حکومت سره د خبرو وړاندیز کړی

عمران خان له حکومت سره د خبرو وړاندیز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/28

په پاکستان کې روان سياسي ناورين چې په لنډمهال کې يې د کرارېدو هيلې نشته، د دې لامل شوی، چې خلک د پوځ، ملکي حکومت او د مخکېني لومړي وزير عمران خان پر پلويانو ووېشل شي.

عمران خان په مکرره توګه ادعا کړې،چې د تحريک انصاف ګوند پر مشرانو د فشار راوړلو او له ګوند څخه يې په بېلولو سره پوځ هڅه کوي، څو نوموړی په ولسي او سياسي لحاظ کمزوری کړي.


د مالوماتو پر بنسټ له پرون راهيسې د فردوس عاشق عوان، علي زايدي او د خسرو بختيار په شمول يو شمېر مطرح کسان د عمران خان پر مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له غړيتوب لاس پر سر شوي.


عمران خان د ناورين پيچلتيا په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، د ياد وضعيت دوام په پاکستان کې انارشي رامنځته کوي او وړانديز يې کړی،چې ټول مخالف لوري دې مذاکراتو ته ور وړاندې شي.

هغه زیاته کړې:« زه د خبرو لپاره وړانديز کوم. ځګه هغه څه چې اوس روان دي، دا حل لاره نه شي کېدای. دا وضعيت پاکستان انارشۍ ته وړي.»


په پاکستان کې د ناورين شدت تر دې حده دی، چې ان امريکايي سناتوران يې هم اندېښمن کړي.

 د امريکا سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې مشر باب منیډیز وايي، په پاکستان کې اوسني ناورين د بشري حقونو نقض په اړه اندېښنې زياتې کړي دي.

هغه زیاته کړې:« موږ په پاکستان کې د بې ثباتۍ او د بشري حقونو نقض په اړه ډېر اندېښمن يو. د هغو امريکايي وګړو په اړه هم اندېښمن يو، چې هلته په ناقانونه توګه نيول شوي او دا په نړيواله کچه زموږ دنده  ده، چې زموږ وګړي په ناقانونه توګه ونه نيول شي. موږ هلته د ثبات تمه لرو، نه د ګډويو، داسې چې بشري حقونو ته په کې درناوی وشي.»


بلخوا د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله د افغانستان سولې لپاره د امريکا پر مخکېني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تور پورې کړی، چې د پاکستان په مسايلو کې د يوه ځانګړي لوري په ګټه لابي کوي.

 خو خليلزاد بيا نوموړی قاتل او بدمعاش بللی او زياته کړې يې ده، چې د پاکستان په اړه يې وروستي خپاره کړي مسايل لابي نه بلکې خپل نظريات دي.

خلیلزاد زیاتوي:« دا ناورين له دې زيات د پاکستان خوارولو او د خلکو د وېشلو لپاره خطر دی. دا د پاکستان ټوټه کولو لپاره هم خطر دی،چې د سيمې او نړۍ امنيت ته تهديد کېدای شي. اړينه ده، چې د پاکستان مشران خپل هېواد ته لومړيتوب ورکړي او د سترې محکمې پرېکړې او ټاکنو ته په درناوي له قايلېدو سره پر يوه تګ‌لاره سلا شي. پاکستان سلګونه داسې وړ، هېواد او قانون ته ژمن مشران لري، چې د کورنيو چارو وزير په توګه دنده ترسره کړي. ولې لومړير وزير شهباز شريف دغه کليدي پوزېشن داسې يوه سړي ته ورکړی، چې په لاس کې يې د بې ګناه پاکستانيانو وينه ده.»


د چارو شنونکي هم د پاکستان ناورين ژور بولي او وايي، ياد ناورين په اوږدمهال کې د پاکستان بقا هم ګواښلی شي.


د پاکستان حکومت د د روانو ګډوډيو په ترڅ کې تازه د تحريک انصاف ګوند مرستيال مشر شاه محمود قرېشي په شمول د دې ګوند ۹ کليدي مشرانو سياسي پاسپورټونه لغوه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist