Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

کارپوهان: بهرنیان د ټولګډونه حکومت په نوم اوسني نظام کې خپلو ګټو ته ژمنې څېرې ځای پرځای کول غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/15

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، افغانان د داسې حکومت د جوړښت هېله لري،چې ټول افغانان په کې ځان وګوري ، نه دا چې د ټولګډونه په نوم تکراري څېرې په نظام کې بیا ځلې ونډه ولري.

دوی وايي، هغه هېوادونه،چې په افغانستان کې پرټولګډونه حکومت ټینګار کوي،موخه یې د افغانستان په حکومت کې خپلو ملګرو او ګټو خوندي کوونکي اشخاصو د خیلولول دي،هغه څه چې د ګتې پرځای به تاوان ولري.

دوی زیاتوي، که په افغانستان کې هر ډول حکومت رامنځ ته کیږي،نو جوړښت یې د بهرنیانو نه بلکې د افغانانو کار دی.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د ټولګډونه حکومت په نوم بهرنیان غواړي،چې خپل اجنټان او ډلې ټپلې په افغانانو حاکمان کړي،چې دا افغانانو ته د منلو وړ نه ده. افغانان داسې ټولګډونه حکومت غواړي، چې کار اهل کار ته په کې وسپارل شي.»


ځينې په دې باوردي،چې افغان ولس د یوه داسې ملي حکومت جوړښت غواړي،چې ټول افغانان په کې ځان وګوري،خو هغه چې له بهره افغانستان ته د حکومتونو جوړښت څرنګوالي نسخې ورکوي، دا په ښکاره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« ځینې همسایه هېوادونه په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت خبرې کوي،خو د افغانانو برحق غوښتنه په هېواد کې د یوه ملي حکومت غوښتنه ده،چې په کې ټول افغانان ځانونه وګوري او داچې له بهره د ټولګډونه حکومت خبره کیږي، دا دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.»


د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار بیا په دې اند دی،چې  ځینې هېوادونه له افغانستان سره په سیمه او ګاونډ کې پراته دي،هڅه کوي چې د ټولګډونه حکومت په نوم افغان ولس یو ځل بیا په قومونو او خیلونو وویشي او له رامنځ ته کیدونکې تشې دوي ګټه واخلي.

مختار زیاتوي:«هرهغه نسخه چې د ټولګډونه حکومت په نوم د پردیو استخباراتو له ادرسه مطرح کیږي، دا د افغانستان د ملي منافعو خلاف ده او دوی غواړي،چې افغانستان په قومونو وویشي.»


تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، په افغانستان کې ټولګډونه حکومت د سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دی او د افغانستان په تړاو د نړۍ تګلاره سمه نه ده.


کابلوف د دوحې کنفرانس،چې لس ورځې وړاندې  د افغانستان په تړاو قطر کې جوړ شوی و، بې پایلې یاد کړی،چې په وینا یې لویدیځ په دغه کنفرانس کې رغنده رول نه دی لوبولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist