د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر له لوري د اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د لا سته راوړنو په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې تېر کال لسګونو سترو بهرنیو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی وه، چې ځینو یې عملا خپلې چارې پیل کړې دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې په دې کال کې د صادراتو کچه دوه مېلیارډه ډالرو ته لوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي،چې په هېواد کې تورم یا انفلاسیون راکم شوی او افغانۍ د سارک سازمان د غړو هېوادونو په منځ کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د غوره ثبات لرونکي پولي واحد په توګه پېژندل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي،چې په دغه کال کې له کورنیو عوایدو بودیجه تمویل شوه، د متشبثینو او سوداګرو ستونزو ته رسېدنه شوې، د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې کوټلي ګامونه اخېستل شوي او د بانکي سکټور چارې هم عادي شوي دي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ