د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د دې هېواد په ګډون د افغانستان او چین درې اړخېزه ناسته چې د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د غويي پر ۱۷ مه) پای ته ورسېدوه، د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د هراړخیزو مرستو ترڅنګ له اسلامي امارته غوښتي د ي،چې منځلاره کړنلاره خپله، او له ترهګرۍ سره مبارزه ګړندۍ کړي.
ګانګ له اسلامي امارته په مشخص ډول غوښتي دي،چې د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک چې د د دغه هېواد په سینکیانګ ولایت کې ورانکاري فعالیتونه ترسره کوي او چین یې خپل کورني امنیت او ټیکاو ته لوی ګواښ ګڼي، باید جدي مبارزه وکړي.
ګانګ زیاته کړې:« افغان لوری باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک د ځپلو لپاره باید جدي ګامونه پورته کړي. افغانستان باید په خپله خاور کې د چینایي اتباعو او ډیپلوماټیکو ادارو د خوندیتوب او د امنیت د تامین لپاره باید هڅه وکړي.»
وروسته له هغه چې پاکستان افغانستان کې د ټي.ټي.پي پر وړاندې د عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه، د چین تازه غوښتنه شنونکي بې څه نه بولي او وايي اسلامي امارت باید د ترهګرو ډلو د فعالیت اړوند د سیمو او ګاوڼدیو هېوادونو ادعاوو په اړه شواهد او وضاحت غوښتنه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز الله معارج وايي:« دغه ډول ادعاوې،چې ګاونډیان او نړیوال یې کوي،چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې دي، که طالبان په دې اړه غوڅ دریځ ونه لري او یوه دقیقه اعلامیه ورنه کړي او له هر ادعا کوونکي کره اسناد ونه غواړي او په نړیواله کچه باندې عمل ونه کړي، نو داسې ادعاوې به دوام لري، هر څوک به افغانستان او طالبان ملامتوي،چې ګواکې د ترهګرو ډلو ترشاه د دوی لاس دی او دا ډلې په افغانستان کې شته دي. مخکې پاکستان دا ادعا کوله،خو اوس چین دا ادعا کوي.»
ځینې نور بیا په دې اند دي،چې د ترهګرو ځالې، تمویل او تجهیز په افغان خاورې کې نه؛ بلکې په هغو هېوادونو کې دي،چې په تېر کې یې له همدې لارې خپلې ګټې خوندي کړي او غوښتنه کوي،چې د نړۍ او سیمې هېوادونه باید دا ډول غوښتنې له دغو مشخصو هېوادونو څخه مطرح کړي نه له افغان حکومته.
که څه هم اسلامي امارت په کراتو نړۍ ته دا ډاډ ورکړی دی،چې دننه په افغانستان هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي،چې خاوره یې پر ضد وکارول شي.
ومو غوښل د دې موضوع په تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځانه سره ولرو،خو له باربار اړیکو سره سره په دې اړه خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.