Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/30

د روسیې دفاع وزیر سېرګي شویګو د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډه کې چې د هند کې جوړه شوې وه، اندیښنه ښودلې،چې په سیمه کې د وسله والو ډلو فعالیتونه په پراخیدو دي.

د روسیې دغه لوړي پوځي چارواکي ویلي،په افغانستان کې میشتې وسله والې ډلې منځنۍ اسیا کې د خپل اغیز د زیاتولو په لټه کې دي او ښايي القاعده، داعش ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په څیر ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.


په ورته مهال د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې هند دفاع وزیر پاکستان ته په اشارې سره ویلي،چې هغه هېوادونه او ادرسونه،چې له ترهګرۍ ملاتړ کوي او روزنه یې پر غاړه لري باید فشار پرې راوستل شي.


خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو په باور افغانستان نه پخوا او نه هم اوس  د ترهګرۍ مرکز دی، بلکې د ترهګرۍ ځالې، روزنځایونه او تجهیز کوونکي ادرسونه مالوم دي او باید پر وړاندې یې اقدام وشي.

دوی وايي، اوس روسیه غواړي،د ترهګرۍ له نومه په استفادې سره په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړي.  

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د مسکو اندیښنه چې ګواکې د تروریزم مرکزونه افغانستان کې دي،دا بې اساسه دي،ځینې هېوادونه د تروریزم له نوم د یوې حربې په شکل استفاده کوي،هغه اهداف چې افغانستان کې لري لاسته یې راوړي، که واقعآ هم دوی له تروریزم د خطر احساس کوي او ورسره مبارزه یې هدف وي، نو د تروریزم  د تربیې او تجهیز ادرسونه مالوم دي او پر هغوی دې فشار واچوي.»


کارپوهان وايي،که روسیه او یاهم یا ګاونډی هېواد په دې تړاو مستند اسناد لري،نو د افغانستان حکومت سره دې شریک کړي او پر وړاندې یې  د مبارزې لپاره دې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي،چې اندیښنې ختمې شي .

د سیاسي چارو کارپوه  فهیم جنت وايي:«  د ګاونډیو هېوادونو دغه  اندېښنې بې ځایه دي، په هغه صورت کې چې دوی مشکل لري، له اسلامي امارت سره دې په مستند ډول شریک کړي او اسلامي امارت سره دې همکاري وکړي،چې له ترهګرۍ سره سمه مبارزه وشي او د دوی اندیښنې هم رفع شي.»


ځینې بیا په دې باور دي،چې د روسیې دفاع وزیر دغه څرګندونوې امریکا او نورو غربي سیالانو ته یې متوجه دي،چې ګني روسیې ته د ترهګرۍ ګواښ پيښ دی او په همدې پلمه د مرکزي اسیا په هېوادونو کې خپل پوځونه ځای پرځای کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« د روسیې دفاع وزیر څرګندونې چې په هند کې یې کړي دي زیاته اشاره یې امریکا او غربي هېوادونو ته ده،مخکې له مخکې ورته وايي چې دلته زموږ لپاره خطر دی او په دې پلمه غواړي،خپل پوځونه د مرکزي اسیا ېته راولي.»


خو اسلامي امارت له وړاندې په ټينګار سره ګاونډیو، سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی دی،چې چا ته به د دې اجازه ورنه کړي،چې دافغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي او یاهم د نورو پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist