Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هانا نیومن: اسلامي امارت د ښځو حقونو ته ژمن نه دی  

هانا نیومن: اسلامي امارت د ښځو حقونو ته ژمن نه دی  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/26

د اسلامي امارت د واک له لومړیو د ښځو او نجونو د حقونو او ګڼو نورو موضوعاتو پر سر له نړیوالو سره ناندرۍ دوام لري.

د اروپایي پارلمان یوې غړې هانا نیومن نیوکه کړې،چې اسلامي امارت د  ښځو حقونو ته ژمن نه دی او له دوی یې حقه حقونه اخېستي.


نیومن زیاته کړې:« طالبانو د ښځو او زده کړو پر وړاندې نوي بریدونه پیل کړي دي، یو نیم کال وروسته له هغه چې دوی واک ته رسیدلي، ښځې د ژوند له ټولو چارو منع شوې دي. زده کړې یې نشته، پارک ته تلل نشته، کار کول نشته او د دوی وروستی فرمان همدا دی،چې ښځې نورې اجازه نه لري،د ملګرو ملتونو ادارو کې کار وکړي. طالبانو په وروستیو پرېکړو له یو میلیون د زیاتو افغانانو ژوند چې له لوږې سره مخ دي قرباني کوي.»


د اروپايي پارلمان دې غړې غوښتنه کړې،چې افغانان باید هېر نه شي او له اغېزمنو سره یې باید مرستې وغځول شي.

دغه رار نیومن  د اسلامي امارت د سرپرست حکومت  د رسمیت پېژندنې په اړه د فکر نه کولو وړاندیز کړی دی.

هغه زیاتوي:« زه پوهیږم،چې د دې لپاره هېڅ اسانه ځواب او اسانه حل لاره نشته،خو دا په حقیقت هغه څه دي،چې موږ نه شو کولی دوی ته شاه وګرځو او یا یې له پامه وغورځوو. همدا لامل دی،چې موږ باید ډېر په احتیاط سره وګورو،چې دې هېواد کې څه پېښیږي. ولې باید موږ ان د طالبانو د رسمیت پیژندو په تړاو فکر هم ونه کړو.»


دا لومړی ځل نه دی،چې د افغانستان په تړاو دا ډول څرګندونې کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته خبرې شوي دي.

 خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي،چې بهرنیان افغانستان کې خپلې سیاسي موخې لري،نو ځکه نه غواړي  د اوسني سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح شي.


که څه هم په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رسمیت پيژندنو په تړاو بحثونه زیات شوي،خو شنونکي په دې باور دي، تر هغې چې د نړیوالو غوښتنې د ښځو او نجونو کار او زده کړې ترڅنګ ځینې نورې غوښتنې ونه منل شي،د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه به اوس مهال ستونزمنه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist