• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د پنټاګون له لوري رسنیز شوی سند جعلي دی

مجاهد: د پنټاګون له لوري رسنیز شوی سند جعلي دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/25

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په حواله د واشنګټن پوسټ هغه خپور شوي راپور ته تند غبرګون ښودلی دی،چې په‌ کې راغلي افغانستان د داعش او نورو ډلو د همغږۍ په مرکز بدل شوی او د خپلو تحرکاتو سره په امریکا،اروپا او اسیا کې  پراخو برېدونو پلان لري.

مجاهد د پنټاګون ارزونه او خپور شوی سند جعلي یاد کړی دی او د همېشنۍ پروپاګند برخه یې بللې.

هغه زیاته کړې:«په داسې زماني مقطع کې بې مسوولیته ادعاوې او خودساخته اسناد خپرول د هغو استخباراتي مغرضو کړیو کار بولو، چې په افغانانو یې ښه حالت نه لوریږي. د امریکا دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده. ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل،چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښيي،چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی. موږ دا ادعا په کلکه ردوو.»

که څه هم اسلامي امارت په دې وروستیو کې پر داعش وسله والې ډلې عملیات زیات کړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې مرکزونه له منځه وړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، اسلامي امارت پر ټول هېواد حاکمیت لري، افغانستان اوس د سیمې  په امن هېواد بدل شوی او په خبره یې داعش ډله نه ‌یوازې سر پورته کولو ته نه ده پرېښودل شوې، بلکې جرړې یې اېستلې او د له منځه تلو په حال کې ده.

هغه زیاتوي:«دا چې د اسلامي امارت له تعهداتو او عملي اقداماتو سره سره بیا هم افغانستان نړۍ ته خطر معرفي کیږي او د دې پرځای چې دلته د موجود امن، ثبات او اسلامي امارت د مثبتو پیغامونو هرکلی وشي، دا ډول مغرضانه راپورونه د دې ښکارندوی دي،چې په امریکا کې ځینې کړۍ لا هم افغانانو سره له کینې او دښمنۍ نه دي لاس پر سر شوي. ټول باید پوه شي،چې اوس عامه ذهنیت په دا ډول ناکامه هڅو نه تېر اېستل کیږي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم د پنټاګون په حواله خپاره شوي اسناد د هغو توطیئو او پروپاګند یوه برخه بولي،چې له مخې یې امریکا غواړي افغانستان یوځل بیا نړۍ د ترهګرو د روزنې او پالنې مرکز معرفي کړي او خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي .

څه موده وړاندې د  امریکا د هوایي کارډ یو سرتېري جک تېکسېرا د امریکا د دفاع وزارت یو لړ محرم اسناد، د ډېسکارډ په نوم د چټ کولو یوې خواله رسنۍ کې شریک کړل،چې له هغې وروسته دغه اسناد د واشنګټن پوست ورځپاڼې لاس ته ولوېدل،چې بیا یې بهر درز وکړ.

 په دې اسنادو کې د امریکا د دفاع وزارت ځینې محرم اسناد رسنیز شول،چې د افغانستان  په تړاو هم ځینې مهم  اسناد په کې شامل وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist