د زابل ولایت د اطلاعاتو او کولتور رياست مسوولين وایي، توانېدلي د شاوخوا دوو کلونو په لړ کې د دغه ولایت په لرو پرتو سيمو کې ۱۸ نوي تاريخي سيمي ثبت کړي.
د یاد ریاست مشر رحمت الله حماد وايي، په دې سره د زابل د تاريخي سيمو شمېر ۲۸ ته ورسېد.
حماد زیاتوي، تازه ثبت شوي سيمي د هېواد له تېر شوي تاريخ سره مستقم تړاو لري، چې ساتنه او پالنه به یې نوي نسل ته د تېر په اړه د ذهنیت ورکونې ترڅنګ د سېلانيانو د ورتګ لپاره هم ګټورې وي.
هغه زیاته کړه:« زموږ په ریاست کې د فرهنګ او ګرځندوی امریت تر چتر لاندې د تاریخي ابداتو مدیریت لرو. مسلکي کسان مو لېږلي، ترڅو د زابل ولایت په مختلفو سیمو کې دوی د تاریخي ابداتو څېړنه وکړي او ثبت یې کړي. موږ تر دې دمه بریالي شوي یو،چې ۱۸ نوې تاریخي سیمې ثبت کړو. په زابل ولایت کې نورې تاریخي سیمې هم شته دي. نو موږ هڅه کوو،چې د زابل ولایت پر سطحه تاریخي سیمې ثبت کړي او مالومات یې راټول کړو.»
تاريخي سيمي د زابل په نوربهار، شملزو، شاجوی او خاک افغان ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
د زابل اوسېدونکي د تاريخي سیمو ساتنه مهم ګام بولي، خو ورته د دوامدارې پاملرني غوښتنه کوي.
د زابل یو تن اوسېډونکی احمد الله وايي:« موږ له دولته ډېر خوښ یو،چې تاریخي سیمې ثبت کړي او غوښتنه مو ترې دا ده،چې له تاریخي اثارو او سیمو ساتنه وکړي.»
د زابل یو بل اوسېدوکی جمعه خان بیا وايي:« دوی باید خپلې تاریخي سیمې وساتي. یو هېواد چې جوړېږي، هغه پر ګرځندوی باندې جوړېږي،له نورو سیمو ورته ګرځندویان راځي او له دې سره د سیمې او ولایت ارزښت لوړېږي.»
د زابل بالاحصار او دغه ولایت کې د حاجي مېرویس خان نېکه کلا هغه مهم تاريخي سیمي دي،چې د نه پاملرنۍ له امله یې ځيني برخي ويجاړي شوي دي، خود اطلاعاتو او کولتور رياست د مسوولينو په خبره د تاريخي سيمو د ساتني ترڅنګ د غصب د مخنيوي لپاره یې هم جدي تدابيري نيولي دي.