د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وايي،د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ تنه افغانان بند پاتې دي او د اېستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
متقي خوست کې د خلکو یوې ناستې ته په وینا کې سوډان کې بند پاتو افغانانو د ویستلو خبره وکړه، خو نوموړي د بند پاتو افغانانو په اړه ونه ویل،چې دوی زده کونکي دي او که ډیپلوماټان.
په سوډان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه هېواد د پوځ او ملیشه ځواکونو د دوو جنرالانو ترمنځ د واک پر سر نښته رامنځته شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې دغه جګړه کې له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.