که څه هم د اسلامي امارت د واک له لومړیو د نړیوالو او سرپرست حکومت ترمنځ د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر سر نندارۍ دوام لري،خو وروسته له هغې دا مخالفتونه لا زیات شول،چې د یوناما ښځینه کارکوونکې له کار منع شوې.
د نړیوالو غبرګونو په دوام د اروپا د ښځو یوه سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې نړیوال دې د دې پریکړو له امله پر اسلامي امارت فشار راوړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې اروپايي ټولنه او نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د سوداګرۍ او دوه اړخیزه همکاریو د دوام لپاره د ښځو حقونه یو شرط وګرځوي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د اروپایي ښځو لابي د سوداګریو او اروپايي ټولنې په ګډون په نړیواله ټولنه غږ کوي،ترڅو د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته تامین لپاره پر طالبانو فشار راوړي او دا د سوداګرۍ، پانګونو او دوه اړخیزه همکاریو او هوکړو یو مطلق شرط وګرځوي.»
د دې غوښتنې ترڅنګ خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې د افغان ښځو ملاتړ او د سازمانونو پیاوړتیا ته یې چمتو دي او ټنګار یې کړی دی،چې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي.
د خبرپاڼې یوه برخه:«د اروپایي ښځو لابي په هېواد دننه او بهر د افغان ښځو د سازمانونو ترڅنګ ولاړ او د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره یې تیار دي. موږ د یوې داسې ټولنې له تصور څخه انکار کوو،چې ښځې او نجونې په کې پټې او له منځه وړل کیږي. موږ به د جنسیتي تبعیض پر وړاندې چوپ پاتې نه شو.»
په ورته وخت کې د یاد سازمان مشرې ریکا سفراني ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت هېچا ته د منلو وړ نه دی او د دې ننداره نه شي کولی،چې ښځې دې د خپل ژوند له حقونو محرومي شي.
سفراني د افغان ښځو د حقونو غوښتنه او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د مسوولیت ادا کولو پر سر ټنګار کړی.
هغې زیاته کړې:« افغانستان کې اوسنی وضعیت د اوس او راتلونکې لپاره د تحمل وړ نه دی. موږ نشو کولی،یوازې د دې ننداره وکړو،چې ښځې او نجونې په تدریجي ډول له ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او سیاسي ژوند اېستل کیږي. دا د منلو وړ نه ده. موږ افغانستان کې د خپلو خوندو ترڅنګ ولاړ یو او پر نړیواله ټولنه غږ کوو، ترڅو د خپل مسوولیت په ادا کولو سره د ژوند په چارو کې د دوی ګډون تضمین کړي.»
که څه هم اسلامي امارت دې اروپايي ښځو لابي سازمان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له وړاندې یې ویلي،چې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز پریکړه د افغانستان کورنۍ مسله ده او نړیوال دې دې موضوعاتو کې لاسوهنه نه کوي.