Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وېسټ په ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/18

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دوشبنې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د وري پر ۲۸ مه) په  ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره کتلي دي.

توماس وېسټ ویلي، په دغو کتنو کې یې له دوی سره افغانستان کې د شته ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان په تړاو د خپلې تګلارې په اړه له افغانانو سره سلا مشورو ته دوام ورکوي او په وروستیو کتنو کې یې له افغان سیاستوالو او فعالانو سره د اسلامي امارت د وروستیو پرېکړو په تړاو د هغوی اندېښنې اورېدلي او د نجونو او ښځو د حقونو ، کار او زده کړو په تړاو یې له هغوی سره خبرې کړې دي.

ویسټ ویلي، دوی د سوله ییز حل غوښتونکي وو او په وینا یې تاوتریخوالی نه بلکې خبرې اترې د پرمختګ غوره لار ده.

د امریکا ځانګړي استازي ويلي، افغان سیاستوالو او فعالینو سره خبرو کې یې، افغانانو ته د امریکا پر تلپاتې ژمنتیا او افغانستان کې د بشري بحران حل لپاره له نورو غاړو سره پر کار ټینګار کړی او په وینا یې امریکا د افغانستان د راتلونکې په تړاو د افغانانو د خپلمنځیو خبرو ملاتړ کوي.

وېسټ استانبول ته له سفر وړاندې دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې یوې ناستې کې هم ګډون کړی و او متحده عرب  اماراتو کې یې هم له  یو شمېر سیاستوالو سره کتلي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist