د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د مشرتابه فرمان له مخې د یاد ولایت له زندانه ۴۱ تنه بندیان آزاد شول.
په ورته وخت کې حماس وايي، په ازاد شویو بندیانو کې ۷ تنه ښځې هم شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې تر دې دمه له بېلابېلو ولایتونو لسګونه بندیان ازاد شوي دي.