په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یو ځل بیا د ا.ا له لورې د دوی پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه اندېښنه ښودلې او دا پریکړه یې غیر قانوني او د ملګرو ملتونو منشور څخه ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.
یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،دا چې د اسلامي امارت دا پریکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده دوی ترې اطاعت نه شي کولی.
د خبرپاڼې یوه برخه:«د افغانستان حکومت په دې پریکړې سره ملګري ملتونه دې اړ باسي، چې سخته پریکړه وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي او اړمنو ته مرستې ورسوي او که د خپلو اصولو او نورمونو اطاعت وکړي.»
د ملګرو ملتونو اصولو ته له اطاعت ظاهرا د یوناما موخه دا ده،چې د ښځینه کارکوونکو پرته کار نه شي کولی او اړ کیږي،چې افغانستان پریږدي.
یوناما خبرداری ورکړی دی، چې د اسلامي امارت د پریکړې هر ډول منفي پایلې به د دوی مسوولیت نه وي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« دا باید ښکاره وي،چې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز پریکړې له امله منفي پایلې او ناورین زیږون به یوازې د افغان حکومت مسوولیت وي.»
په خبرپاڼه کې د یوناما مشرې له خولې ویل شوي،چې دوی به د راتلونکې مې میاشتې تر پنځمې نیټې د اسلامي امارت دې پریکړې هر اړخیزه ارزونه او ښکېلو غړو سره سلا مشورې کوي.
د خبرپاڼې یوه برخه:«افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي به د دې مودې په لړ کې، اړینې سلا مشورې، اړین عملیاتي تنظیمات او هر ډول احتمالي پایلو لپاره پلانونه جوړ کړي.»
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ همداراز ویلي، د ستونزې د حل لپاره به د اسلامي امارت له هرې کچې سره تعامل او خبرو ته ادامه ورکړي.
دوی له خپلو ټولو ښځینه او نارینه کارکوونکو غوښتي دي،چې تر راتلونکو ۲۶ ورځو یا د مې تر پنځمې پورې دې د محدودو او اړینو کارونو پرته خپلو کار ځایونو ته نه ځي.
د یادونې وړ ده،چې ننګرهار کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز تېره اونۍ شوی دی،خو مرکزي حکومت په دې تړاو تر دې دمه هېڅ نه دي ویلي.