د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې له هوکرې سره سم په ۲۰۲۱ م کال کې د امریکايي پوځیانو په بشپړ وتل او د اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدو په اړه امریکايي چارواکي، سیاسیون او د سنا مجلس غړو پوښتنې او پر یو بل نیوکې لاهم دوام لري.
امریکايي چارواکي په دې اند دي، چې ولسمشرجو بایډن له افغانستانه بېباکه وتلو کې تلوار کړی او له دې سره یې د افغانستان تېره شل کلنه جګړه کې د زرګونو وژل شویو امریکایي سرتېرو قربانیو ته شا کړې ده.
له همدې کبله د امریکایي لوړپوړو چارواکو په ګډون د یاد هېواد د سنا زیات شمېر جمهوري پال غړي وخت نا وخت د بایډن اداره له افغانستانه د راوتو او دلته په افغانستان کې د روان وضعیت اصلي لامل بولي.
تازه د امریکا جمهوري پال سناتور لېنډسي ګراهام له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو په بشپړ ډول راوتل ښايي امریکا یو وار بیا د سېپټمبر ورته مرګونو پېښو سره مخ کړي.
ګراهام زیاته کړې:« کله چې د بایډن اداره تاسو ته وايي،چې په افغانستان کې دا مهال هېڅ ترهګر نه شته، دوی په حقیقت کې درواغ وایي. دمګړۍ په افغانستان کې یو ډېر مرګونی حالت د جوړېدو په حال کې دی. په افغانستان کې زیاتېدونکي ترهګري دلته د امریکا سرحدونه ماتوي.دا یوازې د وخت مسله ده،چې یوځل بیا د سپټمبر د ۹مې او ۱۱مې ورته پېښو سره مخ شو. که چېرې موږ په خپلو پالیسیو کې بدلون رامنځته نه کړو. زه په دې اند یم،هغه څه چې د ولسمشر بایډن له لوري په افغانستان کې پېښ شول، د سپټېمبر د یوولسمې په څېر یوې بلې پېښې ته یې لاره هواره کړې.»
د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سنا ته له افغانستانه د وتلو څرنګوالي په راپور کې ډونالډ ټرمپ د وتلو د دوحې د هوکړې مسوول بللی او ویلي دي چې ولسمشر بایډن اړ شو،هغه څه پلي کړي چې پخوا پرې هوکړه شوې وه.
کربي زیاته کړې:« بایډن له طالبانو سره مذاکرات نه دي کړي، نه هغه ۵۰۰۰ طالبان له بنده راخوشې کړي او نه یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنو راټیټ کړ. کله چې ولسمشر بایډن واک ته ورسېد،هغه د مجبورۍ له یوه ځانګړي حالت سره مخ وه، هغه په دې وخت کې د دوحې د هوکړې د بدلون وړتیا نه لرله،هغه اړ وه،چې له هغه څه سره ځان عیار کړي څه چې ده ته په میراث پاتې ول.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د امریکايي چارواکو دغه ډول څرګندونې بې ځایه اندېښنې بولي او په دې اند دي،چې د سېپټمبر د یوولسمې ورته پېښې ترسره کول د نړیوالو استخباراتي کړیو کار دی او په باور یې ښايي د دا ډول څرګندونو تر شا د امریکا اوږدمهالي سیاسي پلانونه موجودي.
د افغانستان په تړاو د امریکایي چارواکو دغه ډول څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې په ۲۰۲۴ کال کې امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي،چې له همدې کبله ډېمکراتان او جمهوري پال ګونډونه غواړي د یو بل د کمزوریو په مطرح کولو سره په ټاکنو کې د عامو امریکایانو ترمنځ ځای پیدا کړي او له دې لارې ولسمشرۍ ته ځان ورسوي.