د پاکستان امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې چې د یاد هیواد د لومړي وزیر په مشرۍ ترسره شوه، د پوځ او استخباراتو مشرانو په کې د وسله والو ډلو پر ضد ګډ عملیات تائيد کړي دي.
په د غه ناسته کې دغه راز یو وار بیا تور لګیدلی دی،چې د افغانستان له خاورې بې ثباته شوی او وروستیو بریدونو له ګڼو پاکستاني اتباعو قرباني اخېستې.
دپاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ جګړه د اسلام اباد داخلي موضوع یادیږي، چې د ډيرو په باور افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، پاکستان دې خپل داخلي موضوعات خپله حل کړي او د افغانستان پر وړاندې دې خپل ستراتیژیک عمق کې بدلون راولي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«غوره لار داده،چې پاکستان د افغانستان په تړاو خپلې ستراتیژۍ کې تغیر راولي او د افغانستان په چارو کې دې خپله ستراتیژیکه لاسوهنه بنده کړي او افغانستان دې د یو خپلواک هېواد په توګه ومني. ټي.ټي.پي د پاکستان داخلي موضوع ده او باید خپله ورته حل لار پیدا کړي او افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دا چې پاکستان په خپله خاوره کې د چا پرضد تحرکات او عملیات پیلوي،دا یې کورنۍ موضوع ده،خو ډاډ ورکوي،چې دافغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي .
هغه زیاته کړه:«په پاکستان کې دننه دعملیاتو شروع یا نه شروع دا د هغه هېواد خپل داخلي موضوعات دي، اسلامي امارت په کراتو ویلي،چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي او اوس هم دې ته جدي دی، چاته اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد استعمال کړي،نو دغه مسله چې دوی د چا پر وړاندې عملیات کوي او د چا پر وړاندې دریږي، په پاکستان کې دا د دوی خپل کار دی.»
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ دغه عملیات به د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې ترسره کیږي،ځکه چې په دغو سیمو کې د پاکستان پر پوځ او پولیسو بریدونه زیات شوي دي .
پاکستانی ژورنالیست طاهرخان وايي:« د عملیاتو پریکړې اشاره هم د پاکستان طالبانو تحریک ته ده،د وسله والو ډلو زیات تمرکز په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې دی او زیات امکانات د عملیاتو همدې سیمو کې دی، ځکه هلته د پاکستان پر پوځ او پولیسو باندې بریدونه زیات شوي دي او کیږي پاکستان چې مشکل سره مخ کړی دی، هغه د شپې دوربینونه دي.چې ټي.ټي.پي ترلاسه کړي او د پولیسو تلفات زیات شوي دي.»
دپاکستان یوه اندیښنه داهم ده،چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ متوجه دی،هغه څه چې د افغانستان حکومت تل رد کړې ده.
اسلامي امارت وایي،په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې ثبات او امنیت غواړي او هېچاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان خاوره د ګاونډي او یا هم د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.