Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز غبرګونونه پارولي

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/06

ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته اسلامي امارت په ملي او نړیوالو غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی وه، خو له دې بندیز یې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې مستثنا ګرځولې وې.

تازه یې په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو ته د اجازې نه ورکولو ته نړیوالو سخت غبرګونونه ښودلي او دا پریکړه یې د عامو افغانانو په لوی زیان بللې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریش د اسلامي امارت دا پرېکړه غندلې او ګواښ یې کړی دی،که بېرته وانخېستل شي،افغانستان کې به د دوی مرستې اغیزمنې کړي.

 هغه زیاته کړې:« زه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې مو د افغان ښځینه همکارانو له کار څخه  د منع کولو پریکړه په کلکو ټکو غندم. که چیرې دا پریکړه بېرته وانخېستل شي، نو دا به په جدي ډول د ژوند ژغورنې په برخه کې زموږ د مرستې رسولو وړتیا هغو خلکو ته کمزورې کوي،چې اړتیا ورته لري.»

په ورته وخت کې د  افغانستان پر بشري وضعیت د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د اسلامي امارت دا پریکړه د ښځو حقونو نقض او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بللې ده.

هغه زیاته کړې:«د طالبانو لخوا په ملګرو ملتونو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار بندیز پریکړه، د دوی له اساسي حقه  یوه بله جدي سرغړونه ده،چې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل او له امله یې افغانانو ته اړین خدمات اغیزمن کیږي. ښځینه کارکوونکې اړینې  دي، نو  زه له طالب چارواکو غواړم، چې ژر تر ژره خپله پریکړه بېرته واخلي.»

زلمي خلیل زاد چې تېر کې یې د افغان سولې لپاره د امریکا استازولي کوله، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو په کار بندیز پریکړه یې ناسمه بللې.

خلیل زاد ویلي، اسلامي امارت د دوحې ټولو ناستو کې د ښځو حقونو په تړاو ژمنې کړې او اوس یې باید عملي کړي.

هغه زیاته کړې:« د طالبانو لخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو  په کار د بندیز پریکړه ناسمه ده. دا پریکړه به له طالبانو سره د نړیوالو تعامل او اړیکې پیچلې کړي. افغان ښځې د زده کړې او کار په برخه کې نه هېریدونکي حقونه لري،چې دا حقوق په اسلام او نړیوالو قوانینو کې پیژندل شوي دي. طالب مشرانو دوحه کې په عامه او خصوصي ناستو کې د دغو حقونو د درناوي ژمنه کړې، چې دوی باید د افغانانو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

اسلامي امارت تازه خپلې وروستۍ پریکړې او نړیوالو غوښتونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې ویلي ول،چې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز د افغانانو کورنۍ مساله ده او بهرنیان دې په کې لاسوهنه نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist