په سویل کې د پکتیا ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مشر عبدالروف سعید وایي، دغه ولایت کې یې د عامه پوهاوي او ځېنې نورو چارو له لارې د غواګانو د پوستکي ناروغي کنټرول کړې ده .
سعید زیاته کړه:«په ولسوالیو کې مو عامه پوهاوی وکړ، د خلکو ذهنونه مو یو څه جوړ کړل. له همدې لارې مو هغه چارې چې د دې ناروغۍ مخنیوی کوي، پر هغې باندې مو خلک پوه کړل. خلکو هغه چارې عملي کړې. انشاء الله اوس هغه ناروغي یو څه کنټرول شوې.»
د پکتیا یو شمیر اوسیدونکي بیا شکایت کوي،چې تر اوسه پورې یې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ د کنټرول لپاره واکسین، درمل او مرسته نه ده ترلاسه کړې.
دوی وایي، د ډېرو کورنیو ډوډۍ،چې د غواګانو په شیدو لمده وه،وچه شوې او دغه بې وزلې کورنۍ اوس مهال لاسنیوي ته اړتیا لري.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« په دغه سیمه کې ډېرې زیاتې غواګانې مړې شوي دي. تر اوسه پورې د درملنې په اړه چا پوښتنه نه ده کړې. نه هم څوک راغلي،چې ووايي، دا د کومې ناروغۍ له امله غواګانې مړې شوي دي. نه یې هم موږ ته تر اوسه پورې د غواګانو لپاره کوم درمل راکړي دي. په دې سمیه کې د هرې یوې کورنۍ یوه، دوه یا درې غواګانې مړې شوي دي.»
د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې،تر دا مهاله د پوستکي ناروغۍ له کبله پکتیا کې ۲۰۰۰ غواګانې مړې شوي.
د یاد ریاست د مشر عدالروف سعید په خبره، په بازارونو کې به د غواګانو د غوښې پر پلور تر هغې بندیز وي،چې ناروغي په بشپړ ډول له منځه نه وي تللي.
هغه زیاته کړه:« په پکتیا کې هم د غواګانو ناروغي ډېره زیاته شوه،چې شااوخوا ۲۰۰۰ پورې غواګانې مړې شوي دي. نو ددغې ناروغۍ له امله موږ په بازار کې غوښې پلور بند کړ.»
په ورته مهال مرکز ګردیز کې د شااوخوا یو نیم میلیون افغانیو په لګښت مسلخ پرانېستل شو او تر دې وروسته به بازارونو کې د خرابې غوښې د پلور مخه ورسره ونیول شي.
Discussion about this post