راپورونه وايي، سعودي عربستان په یوه ورځ کې له ترهګرو ډلو سره په تړاو ۸۱ کسان اعدام کړل.
د یاد هېواد رسمي خبري آژانس سپا وايي،په اعدام شویو کسانو کې اووه يې د یمن او يو یې د سوريې وګړی هم وو.
چارواکي وايي،په دغو اعدام شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې د بې ګناه ماشومانو او ښځو په وینو یې لاسونه ککړ دي.
دغه راز دوی وايي، په اعدام شویو کسانو هغه کسان هم دي،چې له داعش ډلې سره اړیکې لري او د سعودي عربستان امنیت ته د ګواښ پیښولو لپاره ورغلي دي.
د مالوماتو له مخ، سعودي عربستان کې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۲۷ تنه او په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۶۷ تنه اعدام شوي وو،چې سږنۍ شمېرې د تېرو کالونو پرتله زیاتې دي.
Discussion about this post