په سویل کې د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ سیپنې شګې تفریحي سیمه کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۲۰ مه» په لومړي ځل مشاعره ترسره شوه،چې په کې د هېواد له یو شمیر ولایتونو، شاعرانو ، لیکوالانو او د شعر او ادب مینوالو ګډون کړی وو.
د اریوب اوسیدونکي د مشاعرې جوړولو موخه د سپینې شګې دغه تفریحي سیمې ته د خلکو لا پام ور اړول په ګوته کوي .
د اریوب ځاځيو یو تن اوسېدونکی وايي:« بیا به هم ان شاالله راتلونکي کې دلته مشاعره کیږي او ټاکل شوې ده،چې سږ د نښتر دودیزه کلنۍ مشاعره هم دلته ترسره شي.»
لیکوال او شاعر صابر بې ریا بیا وايي:« دلته چې موږ په سوله ییز ډول مشاعرې او د هېواد له یو شمیر اوسېدونکي په کې ګډون کوي، دا د ویاړ خبره ده ، چې خلک دلته ادبي ناستو او چکر لپاره راځي.»
سپینې شګې ته یو شمیر په چکر راغلي کسان له اسلامي امارته او پانګه والو غواړي،چې دلته دې څښاک اوبو تر څنګ بېلابېلو برخو کې کار او پانګونه وکړي.
یو تن سیلاني وايي:« دلته چې کوم خلک د شپې لپاره راځي او غواړي، چې شپه وکړي،نو دلته دومره ځای نشته دی.»
یو بل سیلاني بیا وايي:« د اریوب له ټولو سوداګرو،چې هر ځای دي غوښتنه کوم،چې دغه خپله سیمه کې دې پانګونه وکړي.»
د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې دغه سیمې وروستیو کلونو کې د هېواد پر کچه د تفریح پر مشهوره سیمه بدله شوې او خلک غوښتنه کوي،چې ملي پارک او خوندي سیمه دې اعلان شي.