د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وايي، دوی د زده کړو پر ارزښت پوهيږي او د پرمختګ لپاره يې اړتيا درک کولای شي.
منیر وزير دغه راز ويلي،د نجونو د زده کړو مخالف نه دي، خو هڅه کوي، داسې چاپيريال رامنځته کړي،چې ټول په کې له اندېښنې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
منیز زیاته کړې، افغانستان تازه له ۴۰ کلنې جګړې راوتلی او د ټولو چارو د سمېدو لپاره وخت ته اړتیا ده.
د پوهنې سرپرست وزیر منير منلې،چې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستلو له امله له ګڼو فشارونو سره مخ دي،خو هيله يې څرګنده کړې،چې ډېر ژر به د ټولو ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانېستل شي.
پوهنې وزارت تر دې وړاندې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانېستلو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی و، خو ویلي یې وو، د دې کار لپاره د خپل مشرتابه امر ته په تمه دي.