د کندهار ولایت کانونو او صنايعو خونې مشر سید سرور اماني وایي، دا مهال د کندهار له صنعتي پارک له کارخونو د خوراکي توکو،اوسپنې، مشروباتو او پنبې توليدات ترلاسه کیږي.
اماني وایي، دا مهال د اوسپنې او پلاستیک د توليد په برخو کې پر ځان بسیا شوي او پر وینا یې په راتلونکې کي به دا صنعتي پارک نور هم پياوړی شي.
اماني زیاتوي:« خوشبختانه د اوسپنې په صنف کې، سیخ ګول او نورو توکو برخو کې پر ځان بسیا یو. همدارنکه د پالاستیک په صنف کې موږ پیپونه، په ساختماني چارو کې هغه څه چې کارول کېږي، د بیلګې په ډول، پیپونه،زانو خمونه او نور، په دې برخه کې هم اوس پر ځان بسیا یو.اوس له بهر اړتیا نه لیدل کیږي،چې موږ په دغو برخو کې واردات ولرو.»