د کندهار میرویس روغتون مسوولین وايي، د دغه روغتون بسترونه له هغو ماشومانو ډک شوي،چې پر خوارځواکۍ اخته دي.
د یاد روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر محمدصدیق وايي،روغتون ته د راوړل شویو خوارځواکو ماشومانو د شمېر زیاتېدو لامل د لارو خلاصوالی دی.
صدیق وايي، د تېرو جګړو له امله د ښار او لسوالیو تر منځ تړلې لارې اوس خلاصې شوي او اوس دغه ماشومان په کورونو کې نه ساتل کېږي او په ډېرې اسانۍ سره یې روغتون ته رارسوي.
صدیق زیاتوي:« دا شمېر پخوا هم لوړ و،خو اوس چې د اسلامي امارت په راتګ سره، جګړې درېدلي دي، لارې خلاصې شوي او هر څوک هڅه کوي، چې ناروغ ماشومان د کور پر ځای روغتون کې بستر کړي.»
عایشه چې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د بالاکرز کلي اوسېدونکې ده،خپل دوه کلن ماشوم یې د خوارځواکۍ له امله د کندهار میرویس روغتون د کوچنیانو په وارډ کې بستر کړی دی.
عاشیه وايي، د زیات غربت له امله يې خپل ماشوم ته په هغه اندازه غذايي توکې نه شوای برابرولای، چې ډاکټران یې د ماشومانو د ښې تغذیې لپاره اړين ګڼي.
هغې زیاته کړه:« د دغه ماشوم معده د ډېرې کمزورۍ له امله خرابه شوې،هېڅ خوراک به یې نه کاوه، ټول بدن یې پړسېدلی دی. اوس مې دلته میرویس روغتون کې بستر کړی دی. ډاکټران وايي، دغه ماشوم پر خوارځواکۍ اخته دی.د ماشوم پلار مې ډېر غریب دی. مزدوري کوي،چې کار ورته پیدا شي، کله ۱۵۰ افغانۍ راوړي او کله هم ۲۰۰ افغانۍ مزدوري کور ته راوړي، چې په دومره کمه اندازه پيسو زموږ د کور او ماشومانو ورځنۍ خوراکي اړتیاوې نه پوره کېږي.»
د پلوشې په نوم یوه بله مور هم د کندهار میرویس روغتون د کوچنیانو په همدې واټ کې بستر کړی دی.
پلوشه هم له خپل غربته سر ټکوي او وايي، د غریبۍ له امله نه شي کولای،خپلو ماشومانو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي برابر کړي.
پلوشه وايي:« دغه ماشوم چې ما دلته بستر کړی دی، تر زېږون وروسته یې یوازې درې ورځې د مور شیدې خوړلي او له هغې وروسته یې د مور شیدې هم وچې شوي دي. موږ د غربت له امله نه یو توانېدلي، چې هغه ته له بازاره شیدې راوړو. د ماشوم پلار هم غریب دی، د بل په روزانه مزدورۍ یې په سختۍ سره ګزاره روانه کړې.
اوس مې دغه ماشوم د زیاتې خوارځواکۍ له امله ناروغه شوی دی او دلته مې بستر کړی دی. زموږ له ماشومانو سره تر اوسه پورې کومې مرستندویه ادارې د تغذیې په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې. »
په کندهار کې د ډېرو خلکو اقتصاد چې په کرکېله باندې بناء وو، د سختې وچکالۍ له امله زیانمن شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو. ایف. پي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف موده وړاندې خبر داری ورکړی و،چې په سختي خوارځواکۍ اخته ۱ میلیون افغان ماشومان ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.