د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په چين کې د افغانستان په تړاو د جوړېدونکې ناستې په تړاو جزئیات ورکړي دي.
قریشي وایي،په دې ناسته کې به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو استازي د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
پاکستان، ترکمنستان،ازبکستان، تاجيکستان په خپله چین د یادې ناستې ګډونوال ښودل شوي دي.
تمه ده،چې په چین کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې ناسته کې به د اسلامي امارت استازي هم ګډون وکړي.
د افغانستان اقتصادي او بشري ناورين د یادې ناستې د بحث مهم ټکي ښودل شوي.
اسلامي امارت وایي، د افغانستان په تړاو د هرې هغې ناستې هرکلی کوي،چې د افغانستان د رسمیت پېژندنې او دلته د روان وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي.