د کابل په اندراګاندي روغتون کې نن سه شنبه د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۲ مه» د ماشومانو زړه عملیاتو څانګه پرانېستل شوه او په کار یې پيل وکړ.
مسوولین وایي، دا چاره باید په ۲۰۱۲ کال کې بشپړه شوې وای، خو په خبره یې په تیرو ۲۰ کلونو کې د فساد او روغتیا برخې ته د نه پاملرنې له امله پر ټپه ولاړه وه،چې اوس د اسلامي امارت په راتګ سره یې چارې ګړندۍ او فعالیت یې پیل کړ.
د زړه عملیاتو برخې مشر ډاکتر عجب ګل مومند وايي:« د فساد د شتون له امله او یا بل هر علت چي و، په هغه موده کې موږ ونه شو کړای،چې دغه فعالیتونه ترسره کړو، نو وروسته له هغې نه چې تحول راغی او اسلامي امارت راغی بیا له سره هلې ځلې پیل شوې. شااوخوا یوه اوونۍ کېږي،چې له سره مو خپل فعالیت پیل کړ او یو مریض مو عملیات کړ او بل مو په پلان کې دی.»
عامې روغتیا وزارت وایي، ژمن دي،چې په هره برخه کې پیاوړې څانګې پرانیزي او خپلو هېوادوالو ته با کیفیته او معیاري خدمات وړاندې کړي.
د یاد وزارت مسوولین وايي، هڅې یې پیل کړي،چې له نورو برخو سربېره د روغتیا برخه کې افغانستان په ځان بسیا شي او د نورو له اجتیاج وژغورل شي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري وايي:« د وزیر اکبر خان روغتون کې مو د ارتروسکوپي او ارترو پلاستي څانګه افتتاح کړه. نن مو د صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه د عملیات څانګه پرانېستله. دغسې به ورو ورو مخکې روان یوو، په پوره ژمنتیا به کار به کوو.»
ډاکتر حسن غیاثي وايي:«باید یو بل ته لاس ورکړو او بهرنیو ته د امید سترګې ونه لرو،ځکه هغوی که یوه روپۍ مرسته هم کوي خپل اهداف ورته لومړیتوب لري او په تیرو شلو کلونو کې یې که مرسته هم کړې مثبته پایله یې لېدل شوې نه ده.»
عامې روغتیا وزارت وایي،د زړه عملیاتو د څانګې برخه کې د شته ستونزو اواري ته ژمن دي او نوي کال کې به لا پرمختګ وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب برخې مشر سیر پاڅون وايي:« ځینې ستونزې موجودې دي، چې ان شاء الله تر راتلونکي وري میاشتې پورې به حل شي او بیا له هغې وروسته موږ کولی شو ټول قلبي امراض مدلته عملیات او تداوي کړو.»
هغه وايي، ټول هېوادوال نور اړتیا نه لري،چې د زړه ناروغ ماشومان د درملنې لپاره له هېواده بهر بوځي او لوړ لګښت پرې وکړي، بلکې کولی شي،صحت طفل یا اندراګاندي روغتون ته یې یوسي او درملنه یې وکړي.