دوی له مودې وړاندې د ماشوم زېږیدو او ناروغۍ لامل په افغانستان کې فقر او بې وزلي په ګوته کوي، چې میندې ښو خوړو ته لاسرسۍ نه لري او ډېری ماشومان مړه کېږي.
د یوه خصوصي روغتون د نسايي او ولادي برخې روغتیاپاله نظیفه افغان وايي:« مور خپله ضعیفه ده. مور کمزورې ده. کافي خوراکي توکي مور ته نه رسیږي. ډېری میندې پرلپسې زېږون کوي او هغه دمه چې د ولادتونو تر منځ ده، هغه نه مراعت کوي. ماشوم یې ډېر کوچنی وي. مور شیدې ورکوي. د بېلګې په توګه، دوه میاشتنی ده. درې میاشتنی ده یا ۴۰ ورځې یې پوره شوې دي. ښځه بیا حمل اخلي.»
نظیفه افغان وايي، په ډېری روغتونونو کې روغتیايي خدمات کم او که وضیعت همداشان دوام وکړي، د زېږون پرمهال به د مور او ماشوم د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.
افغان زیاتوي:« د ماشومانو مړینه زیاته شوې،ان تر دې چې کومه احصایه چې یونیسېف ورکړې، د ماشومانو مړینه هم په کې زیاته ښودل شوې او د ښځو هم. د بېلګې په ډول له ۱۰۰ زرو ښځو ۶۵۷ ښځې د ولادت پر مهال مړې شوي. دا په افغانستان کې ډېره لوړه شمېره ده او ماشومان هم د مړینې له پلوه په نړۍ کې درېیم ځای لري. د میندو د مړینې لوی لامل وینه بهېدنه یا پاسپارتم اېم. اور. اېچ یا تر زېږون وروسته وینه بهېدنه ده.»
د ملګرو ملتونو لپاره د ماشومان د ملاتړ صندق یا یونسف هم د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیا پالانو پر وضیعت اندېښنه ښودلې ده.
نظیفه افغان د یونسف اندېښنه پر ځای بولي او له نړیوالو غواړي،چې په دې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
هغې زیاته کړه:« موږ په افغانستان کې ډېری ماشومان تر زېږون وروسته، ۸۰ سلنه یې د اسهالاتو او ځینې نور یې دا چې پریمچور لېبر دي ښځه پریمچور لېبر ده او ماشوم پریمچور یا تر وخت دمخه زېږون کوي، له لاسه ورکوو، دا لوړه شمېره ده او یونسېف افغانستان ته تر مرکزي او سویلي افریقا وروسته درېیم ځای ورکړی دی.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاټر صندق یا یونیسف د اټکل له مخې،که د ماشومانو لپاره جدي اقدامات ونه شي، له یو میلیون زیات ماشومان به له خوارځواکۍ سره مخ شي.