د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۱ مه» د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، نړیوال بانک او نورو سازمانونو ژمنه کړې وه،چې افغانستان کې به د روغتیا برخه نه سیاسي کوي او تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان سره مرستې کوي، خو د اسلاميامارت واکمنېدو سره نړیوال بانک او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو،چې له روغتیا برخې یې مالي ملاتړ کاو، په خپلو ژمنو نه دي درېدلي او مرستې یې بندې کړي دي.
عمر وايي، په دغه کار سره افغانستان کې روغتیا برخه له ستونزو سره مخ ده او دوی په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کړي او کوي یي.
عمر زیاته کړه:« خپلې هغه ژمنې چې هغه یې دلته زموږ له خلکو سره درلودې، کله یې چې دا مرستې بندې کړې او په خپلو تعهداتو ونه درېدل، نو د دغه مرستو د بندېدو له امله دلته یو بحراني حالت رامنځته شو. که چېرې دوی د تېر نظام په وخت کې هم دغه مرستې بندې کړې وای، هلته هم دغه حالت رامنځته کېده، دا معلومه خبره ده.»
په ورته وخت کې عمر وايي، درې نیم میلیونه روږدي کسان،چې د درملنې برخه کې یې هېڅ هېواد او سازمان ورسره مرسته نه کوي، دوی یې په اوس په کمو امکاناتو درملنه کوي.
عمر زیاته کړه:«درې نیم میلیون روږدي کسان لرو. درې نیم میلیونه روږدي د تیر نظام او د دیموکراسۍ او اشغال ډالۍ ده. زموږ هېواد ته، که هره ورځ یو روږدی کس تر درې ډالر پورې لګښت ولري روزانه موږ لس اعشاریه پنځه میلیون ډالر د روږدو په وسیله سوځوو.»
د کورونا وبا مخنیوي برخه کې د وزارت مالومات دا دي،چې تر اوسه پورې د دغه وېروس نوې بڼه افغانستان کې نه ده ثبت شوې، خو دوی یې د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي دي.
عمر زیاتوي:« نړیوال بانک دلته تعهدات درلود، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به دغه روغتونونه فعال ساتي، خو کله چې اسلامي امارت د هېواد په سل سلنه خاوره حاکم شو او دلته یو اسلامي او شرعي نظام اعلان شو، جنګ ختم شو،سوله راغله او خلک ارام شول، نو نړیوال بانک اعلان وک، چې موږ به د نورو پروژو ترڅنګ د کویډ ۱۹ پروژه هم نوره نه تمویل کوو، چې په هېواد کې دلته دننه د مالیې وزارت له خوا ورته بودیجه نه وه تخصیص شوې پیسې موجودې نه وې او هلته نړیوال بانک خپلې مرستې بندې کړې.»
عامې روغتیا وزارت وایي، ۳ اعشاریه ۲ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او بې کیفیته درمل، پوره خوړو ته نه لاسرسی، فقر، د جګړې اغیزې او ماشوم ته د شیدو ورکړې برخه کې د میندو ناپوهي یې لوی لاملونه وبلل.
هغه وايي:«موږ درې اعشاریه دوه میلیون ماشوما، چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي،په دغه برخه کې لرو،چې له خوراځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي، ۷ سوه زره میندې مو خوارځواکۍ سره مخ دي، دا هم د اشغال او دیموکراسۍ ډالۍ و، چې موږ ته یې پرېښوده.»