د امریکا ۳۹ سناتورانو د امریکا د خزانې له وزارت غوښتي دي، چی د افغانستان نهه اعشاریه پنځه میلیارده کنګل شوي ډالر خوشې کړي.
دغو سناتورانو هغه لیک په ګډه لاسلیک کړی دی،چې له امریکا حکومت په کې غوښتنه شوې ده،چې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه څه باندې ۹ میلیارده ډالر ازاد کړي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې مشر هم له مرستندویو هیوادونو غوښتنه کړې ده،چې د افغانستان بانکي نظام بیارغیدو لپاره هغوی سره مرسته وکړي.
ګرېفیټ زیاته کړې:«د افغانستان د بانکي نظام ټیکاو یوازې د افغانانو د ژوند ژغورنې او خوندیتوب لپاره نه بلکې د نړیوالو بشري بنسټونو د مرستو رسولو لپاره هم ډېر اړین دی او د بانکي نظام د ټيکاو لپاره بشري مرسته مهمه ده.»
مارتېن ګریفیټ یو ځل بیا د افغانانو پر بد وضعیت اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي،چې میلیونونه کسان د بد اقتصادي وضعیت له امله له لوږې او ناروغۍ سره مخ دي.
ګریفیټ زیاتوي:« موږ په افغانستان کې په چټکۍ سره د بشري وضعیت د خرابېدو له امله ډېر اندیښنمن یو. دغه وضعیت، میلیونونه افغانان له لوږې، ناروغۍ او مړینې سره مخ کړي دي.»
اسلامي امارات مرستیال ویاند بلال کریمي وايي،د هر هغه اقدام او څرګندونې ملاتړ کوي،چې له امله یې افغان ولس سره بشري مرسته کېږي او بد اقتصادي وضعیت یې ورسره رغېږي.
خو اسلامي امارات د ملګرو ملتونو په څېر د نړیوالو بنسټونو هغه څرګندونې ناسمې بولي، چې څه باندې ۲۰ میلیونه کسان له بد بشري ناورین سره مخ دي.