Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایلن: په افغانستان کې د لوږې له سونامي وېره لرو 

shamshadnews by shamshadnews
2021/12/13

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مېري ایلن وایې، افغانستان کې اوسني وضعیت ته په کتو وېره لرو،چې د خوړو سونامي رانه شي.

ایلن زیاته کړه:« د ژمي په راتګ سره موږ ته اندېښنه پيدا شوې،چې  د تېرو جګړو، وچکالۍ، اقتصادي بندیزونه او ځینې نورې ستونزو له امله د لوږې سونامي رانه شي.»

د خوړو نړیوال سازمان استازې په خبره ۲۲ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي او ۸ اعشاریه ۷ میلیونه نور بیا   له لوږې  سره یوازې یو قدم واټن لري.

 هغه وايي:« په ۲۰۲۱ کال کې موږ پلان درلود،چې ۱۵ میلیونه افغانانو سره مرسته وکړو،چې دغې هدف ته رسېدلي او په پاتې څو ورځو کې به نورې مرستې هم  وکړو،دا شمېرې به نورې هم لوړې شي،خو د ۲۰۲۲ کال لپاره مو هدف ۲۳ میلیونه خلکو سره مرستې رسول اېښی دی،چې هره میاشت ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو.»

د افغان ماشومانو ژوند هم له ګواښ سره مخامخ بلل کېږي،چې د خوړو نړیوال سازمان یې اندېښمن کړی دی.

ایلن  وايي:«  په ۲۰۲۱ کال کې زموږ د مالوماتو له مخې ۳ اعشاریه ۲ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته بلل شوي،چې له منځه یې یو میلیون د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي او ښايي شمېرې تر دې هم لوړې وي،ځکه دا یوازې هغوی چې روغتونونو ته ورغلي.»

د خوړو نړیوال سازمان د مرستو رسولو لپاره د اړمنو کسانو پېژندنې لپاره خپل استازي ګومارلي او له ځنو موسسو د همکارۍ تمه لري.

هغه افغانان چې د مرستو ترلاسه کولو په لټه کې دي، شوې مرستې کافي نه بولي او د ډېرو مرستو غوښتنه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist