د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د اسلامي امارت ځواکونه په کابل کې د روسیې او د نورو هېوادونو د سفارتونو امنیت خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.
کابلوف هغه پرېکړه پر ځای بللې،چې د جمهوریت د سقوط پر مهال یې خپل سفارت پرېښود او دوام یي ورکړ.
نوموړي ویلي، اوس مهال یې کابل کې سفارت او کارکوونکي په بشپړه نورماله توګه کار کوي، امنیت یې بشپړ تضمین شوی او د اسلامي امارت پاملرنه ورته زیاته ده.
هغه ویلي، نه یوازې د دوی سفارت، بلکې نور ټول سفارتونه له ورته برخلیک سره مخامخ دي.